Homeخبرونهاردوغان له غبرګونونو سره سره ایا صوفیه جومات ته لاړ

اردوغان له غبرګونونو سره سره ایا صوفیه جومات ته لاړ

تاند( دوشنبه، د سرطان۳۰) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناڅاپي ډول د آیا صوفیه جومات ته ورغلی دی او له هغه ځایه یې لیدنه کړې ده.

ایا صوفیه د ترکیې په فرهنګي تاریخ کې تر ټولو مهم ځای دی، چې کله جومات او کله بیا د تاریخي موزیم په توګه ساتل شوی دی.

خودغه ځای نږدې یوه اونۍ وړاندې د ترکیې سترې محکمې له یوه تاریخي موزیم څخه بېرته په جومات بدل کړ.

د ترکیې د ولسمشر له دې پریکړې ډیرو ترکیه میشتو هرکلی وکړ خو غبرګونونه یې هم درلودل.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس ویلي وو ، چې د ترکیې له خوا له موزیم څخه پر جومات د استانبول د ایاصوفیې ودانۍ د بدلولو په پریکړه سخت خوابدی شوی دی.

د کلیساګانو نړیوالې شورا هم په ولسمشر اردوغان غږ کړې وو چې له خپلې پرېکړې تېر شي.

دا تاریخي ودانۍ ۱۴۸۸ کاله وړاندې د رومي امپراتور لومړي ژوستینین د مېرمن په امر د کلیسا لپاره جوړه شوې ده.

د دې ودانۍ پر جوړولو ۱۰۰ معمارانو او ۱۰ زره کارګرو ۵ کاله کار کړی ،چې ګومبزه یې ۵۵ متره لوړه او قُطر یې ۳۱ متره دی.

1 COMMENT

  1. عیسویانو دا ځای د خپل عبادت لپاره جوړ کړی وو، اوس مسلمانان هم له دې مکان نه د خپل خدای تعالی سره د راز او نیاز او عبادت لپاره ګټه اخلي او هغه د خدای کور ګڼي . د عیسویانو او مسلمانانو خدای یو دی . پدې برخه کې د دواړو آسماني او نړیوالو ادیانو د نظر او عقیدې کوم اختلاف نشته . په هر حالت سره دا تاریخي ځای به له پخوا ښه وساتل شي ، ځکه مسلمانانو ته جومات د خدای تعالی د کور حیثیت لري. بنا هیڅ څوک دې پدې برخه کې کوم تشویش نکوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...