سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار خوږياڼو کې مېرمنو ته د کارلپاره ۸۶ شنې خونې جوړې...

د ننګرهار خوږياڼو کې مېرمنو ته د کارلپاره ۸۶ شنې خونې جوړې شوي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۳۰) د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولان وایي، چې د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې  یې ښځینه بزګرانو ته ۸۶ شنې خونې جوړې کړې دي.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس انعام الله ساپی وایي، چې دوی دا کار د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د دودولو او د کوکنارو د کرکېلې د مخنیوي کړي دي.

ساپی زیاتوي په یاد شمیر شنو خونو کې ۴۰ لویې شنې خونې او ۴۶ کوچنۍ شنې خونې شاملې دي.

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر نارينه او ښځينه بزګران په شنوخونو کې د سبزیجاتو په کرکېله بوخت دي.

دوی وایي د خپلې کورنۍ اړتیا له دې لارې پرته له ستونزې پيدا کوي او ژوند یې هم ښه روان دی.

د یادولو ده، چې د ننګرهار خوږياڼيو ولسوالي د کرنیزو ځمکو په لرلو سره یو له کرنیزو ولسوالیو څخه ده، چې نږدې ۱۲۰ زره وګړي پکې ژوند کوي.

د یادې ولسوالۍ ډېری اوسیدونکي د سبزیو، غنمو، جوارو، پیاز، کچالو او کوکنارو کرکېله کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی