چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو او په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر د بین الافغاني...

طالبانو او په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر د بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د سرطان ۳۰) تر طالبانو وروسته په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف سره د سولې، سیاسي توافقنامې او ځینو نورو مسایلو په اړه خبري کړي دي.

ویلسن له ولسمشر کرزي او عبدالرب رسول سیاف مننه کړې چې د سیاسي تفاهم فرصت یې بربر کړ.

دوی د افغان حکومت له مشرانو غوښتي څو د بندیانو تبادله ژر تر ژره بشپړه کړي او د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي ویلسن وايي اوس ددې وخت دی چې بین الافغاني خبرې پیل شي.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې افغان چارواکو ویلي د طالبانو هغه بندیان نه خوشې کوي چې حق العبدي مسایل ولري.

تر دې وړاندې طالبانو افغان حکومت ته په خطاب کې ویلي و که چېرته افغان حکومت په رښتیا د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیل غواړي نو ژر دې د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړي.

3 COMMENTS

  1. سلام ! له طالبانو وروسته یعنی څه ؟ ګواکې داسفیر به دراتلونکی طالب په حکومت کې سفیروی یا څنګه؟ که توضیح شی ښه خبر به وی . په درنښت

  2. محترم لیوال صاحب!
    منظور به دا وی چی د طالب تر څرګندونو وروسته، د امریکی سفیر هم ( مثلاً) د خبرو د پیل غوښتنه وکړه.

  3. تیره ورځ رسانیو اعلان وکړ چی د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د پاکستان او خلیلزاد په غوښتنه بدلون راځي
    https://taand.net/

    د طالبانو یوه مشر، چې د امریکا او طالبانو د سولې د خبرواترو له جریانه خبره ده، وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد غواړي چې د سولې په پروسه کې د پاکستان د مرستې په خاطر دغه هیواد ته ۳ ملیارد ډالره او په دې پروسه کې پاکستان ته نور رول ورکړل شي.

    سرچینه وايي، د پاکستان او خلیلزاد په غوښتنه به ملاخیرالله خیرخواه، ملاعبدالحق، جهانګیروال او څو تنه نور طالب استازي د طالبانو له هغه پلاوي وایستل شي چې په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي.

    نو لدی معلومیږی چی دوهم بنین سیوان یعنی خلیلزاد دلته د ټولو وژنو اصلی لامل او لوبغاړی دی او دا تړون د افغان نسل او ولس وژنه لپاره یی لاسلیک کړ چی ددی تړون د لاسلیک وخت کی هیڅ افغان دولتی چارواکی موجود نه وو نو دا ډول تړون د افغان ولس لپاره په تنور کی کیناستلو په معنا ده ځکه چی یاد تړون امریکا کړی او پخپله اصلی افغان تر ننه پوری لدی هر ډول جزیاتو پټ ساتل شوی آن تر دی چی همدی ډیورنډ کرښی ټول مصارف امریکا پاکستان ته ورکوی او ورکړی یی دی که څوک یی مخالفت کوی د سکاټ ملیر په وسیله د جنرال رازق په شان په مرموز ډول وژل کیږی بیا ځینی رسانی وایی چی دا ډیورنډ کرښه افغان دولت لاسلیک کړی چی د دولت ټول چارواکی د پښو او لاسونو ګوتو ورسره ولګوی چی لویه عنعنوی جرګه یی منلو جواز ورنکړی موږ افغان ولس ته د منلو نده ځکه دا چارواکی موقتی دی او خپلو ګټو لپاره د امریکا له لوری ګمارل شوی دا ډول کارونه مخکی هم د امریکا له لوری کیدل د افغان ولس نوره کرکه هم زیاتوی چی دا پخپله په راتلوونکی د امریکا نوی دولتونو لپاره سر خوږدی ځکه راتلوونکی کی به بیا اشرف غنی او عبدالله په شان مشران نه وی کیدای شی هغوی بیا دا د برلین په شان اغزن سیم څخه جوړ دیوال وران کړی او پنجاب د تل په څیر به په فریاد او په ژړا شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب