چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeمقالېاقتصادد کونړ سیند  بولډروال او اړین وضاحتونه

د کونړ سیند  بولډروال او اړین وضاحتونه

لیکوال: محمد رفیق جنبش

کونړ د هیواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې شا او خوا 24600 هکټاره کرنیزه ځمکه لري. اواره ځمکه یې د درو په منځ کې پرته ده، د سیند میلان یې ډیر دی له همدې امله د اوبو د ډیریدو په موسم کې شا او خوا کرنیزو ځمکو او کورونو ته زیان  رسیږي.

په هیواد او په ځانګړي ډول کونړ کې، د بهیدونکو اوبو مدیریت او ترې سالمه ګټه اخیستنه هغه لومړیتوب دی چې حکومت یې په اړه ځان ژمن ګڼي. نو ځکه د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د هېواد جمهور رئیس په سپارښتنه  د کونړ د سیند په دواړو اړخونو کې د ۵۰ کیلو مترو په اوږدوالي د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو پلان لري، چې پدې توګه به د دغه سیند د خونړي کیدو له امله د سیند په شا او خوا کې پرتو کرنیزو ځمکو او کورونو ته د زیان د ور رسیدو مخه ونیول شي، بلکې لدغو اوبو څخه به د چاپیریال د خوندي کیدو او د ځايي اوسیدونکو د اقتصاد د پیاوړي کیدو په لار کې ګټور کار واخیستل شي.

د کونړ پر سیند د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو د پروژې په بشپړیدو سره به نه یواځې ویجاړه شوې 5200 هکټاره کرنیزه ځمکه چې 27 میلیارد افغانۍ اقتصادي ارزښت لري او د سیند د لمنې د پراخیدو له امله شاړه شوې بیرته په آبي لومړۍ درجه ځمکه واوړي، بلکې دغه پروژه به په سیمه کې له  10,000 تر 15,000 کسانو لپاره د اوږدمهاله کاري بوختیاوو د برابرولو تر څنګ به د کرنې، مالدارۍ د ودې، د مصنوعي ځنګلونو او سټروس ډوله بڼونو د جوړیدو لپاره هم لار پرانیزي.

تر دې دمه د کونړ سیند د مهارولو د  پروژې د ۱۸ کیلو مترو د تطبیق تړونونه له ځايي اړوندو پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک شوي چې پر ۱۲ کیلو مترو یې عملي کار روان دی او ۳۵ سلنه کار یې بشپړ شوی. که د تطبیق پدغه پړاو کې د پروژې اړونده کومه تخنیکي ستونزه رامنځته کیږي هغه په موقع بیرته اصلاح کیدای شي او د یادونې وړ ده چې د پاتې شپږ کیلو مترو دیوال  عملي کار به هم له ټاکلي مهال ویش سره سم پیل شي. 

د پروژو د هوکړې  څرنګوالی:

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د پروژو د تطبیق په لار کې خپل کاري طرزالعمل لري چې همدغه طرزالعمل ته په پام د کونړ پر سیند د بولډر ډوله استنادي دغه دیوال د تطبیق چارې چې مغلقه او تخنیکي پروژه نده په ۲۸ برخو کې د سیمې جغرافیې ته په پام ځايي پرمختیايي شوراګانو ته سپارل شویدي.

د پروژو د تطبیق په موخه  له کلیوالي پرمختیايي شورا ګانو سره د کیدونکي تړون موخې:

– د سیمې اوسیدونکو ته د کاري بوختیاوو د فرصتونو برابرول. 

– د سیمې د اوسیدونکو په زړونو کې د پروژو د مالکیت د حس ژوندي کیدل او د پروژې په چارو کې روڼتیا رامنځته کیدل .

– د پروژو په لګښت کې سپما.

– د پروژو د کاري بهیر پر مهال د امنیتي خوندیتوب د ډاډ رامنځته کیدل او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د سیمې د اوسیدونکو د همکاریو جلبول. 

– د کلیو انډولیزه  وده. 

– د ولس او حکومت تر منځ د واټن له منځه وړل.

له  پرمختایي شورا سره د دوه اړخیز تړون پړاوونه 

– تخنیکي ځانګړنو ته په پام د دوه اړخیزه تړون جوړیدل.

– د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د مشرتابه او د پرمختیايي شورا د واک لرونکي استازي تر منځ د تړون لاسلیک کیدل.  

– د پروژې د قسط د ورکړې په موخه مالي او حسابي ریاست ته د سندونو لیږد.

اړونده  کلیوالي پرمختیايي شورا ته پیژندپاڼه ( د شهرت فورم ) جوړیږي چې د دوی مکمل شهرت، د لاسلیک نمونې او د دوی عکسونه پکې موجود وي. د همدغه فورم له مخې له شورا سره د پروژې د تطبیق تړون لاسلیک کیږي چې د تړون د وروستیو پړاوونو له بشپړیدو وروسته به د افغانستان بانک او یا هم نوي کابل بانک کې د اړوندې کلیوالې پرمختیايي شورا بانکي حساب پرانیستل کیږي. 

د بانکي حساب له پرانیستل کیدو وروسته د پروژې د تطبیق ۹۰ سلنه نقدي وجه همدغه بانکي حساب ته ور استول کیږي او کلیوالي پرمختیايي شورا په سیمه کې د پروژې کار پیلوي. 

د پروژو د نقدي وجې اقساط د پروژې فزیکي پرمختګ ته په پام اجرا کیږي. په لومړي سر کې ۳۰ سلنه قسط په پیشکي ډول دوی ته ورکول کیږي او پاتې ۶۰ سلنه نقدي وجه د پروژې فزیکي پرمختګ ته په پام په سیمه کې د پرمختیایي شورا له لوري د ګومارل شوي انجینیر، د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا د ولایتي رییس له تایید او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د مالي او اداري چارو د معیین له کتنې وروسته په دریوو بیلابیلو قسطونو کې چې هر قسط شل سلنه کیږي شورا ته سپال کیږي.

د یادونې وړ ده چې دغه پیسې د شورا د څلورو کلیدي غړیو پرته چې د دوی مکمل شهرت، د لاسلیک نمونې او عکسونه په اړوند بانک کې موجود دي بل څوک نشي اخیستلای.

پاتې دې نه وي چې کلیوالي پرمختیايي شوراګانې د پروژو د تطبیق په برخه کې لس سلنه ونډه لري چې پدې توګه دوی خپل فزیکي وس د پروژې د تطبیق په لار کې د پروژې په واک کې ورکوي. 

څرنګه چې ځايي کلیوالي پرمختیايي شوراګانې د دغې پروژې د تطبیق تخنیکي وسایل نلري له همدې امله دغو شوراګانو د دغې پروژې د تطبیق لپاره  له ځايي کسانو څخه تخنیکي وسایل په کرایه نیولي. 

د بولډر تخنیکي ځانګړنې:

– هره ډبره چې غټه وي او په دیوال کې د لګیدو رُخ ولري کارول کیدای شي. په هغو سیمو کې چې د کان ډبره موجوده وي دغه ډبره او که د کان ډبره موجوده نه وي بیا نو د خوړ له غټو هغو ډبرو چې په دیوال کې د لګیدو رُخ ولري کار اخیستل کیږي.  

– د بولډر ډوله دیوال په ښکتنۍ برخه کې دې د غټو او قاعده لرونکیو تیږو د کارولو کوښښ وشي.

– د بولډر د دیوال د منځ تشه باید په منظم ډول پر کوچنیو تیږو بیرته ډکه شي.

– په بولډر ډوله دیوال کې له ریګي، طبقه يي او چونه يي تیږو له کارولو باید ډډه وشي.

– د بولډر ډوله دیوال د جوړولو پر مهال باید د دیوال لوړوالي، پلنوالي او اړخیز میلان ته ځانګړی پام باید وشي.

– له کان څخه د تیږي د را ایستلو پر مهال کوښښ وشي څو تیږه له منظمې قاعدې او هندسي جوړښتونو ته په پام له کان څخه و ایستل شي.

– د بولډر ډوله دیوال د جوړلو پر مهال باید د هرې طبقې تش ځایونه ډک او وروسته د بلې طبقې کار پیل شي.

د یادونې وړ ده چې ځايي اوسیدونکي او د شورا غړي پر دغې پروژې د نظارت بشپړ حق لري او دا هغه څه دي چې کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت یې له خلکو غواړي څو د خپل موثر نظارت له لارې  د پروژې د تطبیق په برخه کې له وزارت سره پوره مرسته وکړي. 

یادونه: په سېمه کې د نظارت او تطبیق کوونکي انجنیر او نورو څارونکو لخوا چې کومې تیږې په نښه شوي او د پروپوزل مطابق نه دي، نه منل کیږي او که کاریدلي وي، هغه باید بیرته ترمیم شي.

د سیند د بستر په برخه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو، انرژۍ او کرنې وزارتونه د استازو نظرونه هم پوښتل شوي او د دې ترڅنګ د کنړ ولایت د  ټولو سکتوري ریاستونه نظر په کې اخېستل شوی او د دوی لخوا وخت په وخت څارل کیږي، هره برخه یې چې د هوکړې او پروپوزل برابر نه وي، له سره به جوړیږي.

باید ووایو، چې د پروژې چارې په اوس کې په نورمال ډول د پروپوزل مطابق روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب