چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهد خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، طالبانو او داعش تر ټولو زیات...

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، طالبانو او داعش تر ټولو زیات تشدد کړی

تاند(دوشنبه، د سرطان ۳۰) د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د روان م کال په لومړیو شپږ میاشتو کې تر ټولو د زیاتو تاوتریخوالو مسوولیت د طالبانو او داعش په غاړه دی.

دې کمېټې د یکشنبې په ورځ په خپل خپور کړي راپور کې ویلي چې دا دوې ډلې په سلو کې د ۴۳ تشدد مسوولیت لري خو د تېر کال د ورته مودې په پرتله تاوتریخوالی یو څه کم شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ريیس نحیب شریفي ویلي، خبریالان هم د وژل کېدو، ژوبلېدو او نورو پېښو په ګډون د تشدد ښکار شوي دي.

ده زیاته کړه «طالبان او داعش پر ژورنالیستانو د تشدد د ۱۸ پېښو مسوولیت په غاړه لري چې د حکومتي ځواکونو په پرتله خورا ډېرې پېښې دي.»

په راپور کې حکومت د ژورنالیستانو خلاف د ۱۳ پېښو مسوول بلل شوی خو په هیڅ یوه کې کوم ژورنالیست وژل شوی نه دی.

دې کمېټې حکومت په دې تورن کړی چې خبریالانو ته پوره معلومات نه ورکوي.

شریفي پر حکومت او طالبانو د بیان د ازادۍ په وړاندې پر بې تفاوتۍ تورن کړي او ویلي یې دي چې هیڅوک د بیان پر ازادۍ باور نه کوي.

خو حکومت وايي چې د بیان ازادۍ ته درناوی لري او ټولو رسنیو ته یې پوره ازادي ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب