سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeداسې هم شتهساینسساینسپوهان؛ مریخ ته د رسېدو لپاره باید له زهرې تېر شو

ساینسپوهان؛ مریخ ته د رسېدو لپاره باید له زهرې تېر شو

تاند – له نن څخه ۵۱ کاله پخوا په همدې ورځ (د جولای ۲۰) انسان د لومړي ځل لپاره پر سپوږمۍ پښه کېښوده. له هغه وروسته څو هیوادونو سپوږمۍ ته سفینې ولېږلې او لا هم دا لړۍ دوام لري خو اوس ساینسپوهان ډېر پام مریخ ته لري. دا هغه سیاره ده چې د سپوږمۍ په نسبت زموږ له مځکې خورا ډېره لېرې ده.

خو مریخ لېرې دی او دې سیارې ته د سفر لپاره پکار ده چې ستورمزلي هغه وخت ته انتظار وباسي چې د دې سیارې او مځکې مدارونه یو بل ته نژدې شي یعني باید ۲۶ میاشتې صبر وکړي.

اوس یو شمېر ساینسپوهان د دې ستونزې د حل کولو لپاره یوه بله لار تجویزوي او هغه دا ده چې ستورمزلي باید لومړی د زهرې مدار ته لاړ شي او د هغې له جاذبې څخه په استفادې مریخ ته مخه کړي.

د زهرې د جاذبې قوه سفینه یا ستوربېړۍ تر خپل مدار راڅرخولی او د مریخ لور ته یې برابرولی شي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د سیارو جیالوجیست کربي رانین، چې د دې طرحې یو طراح دی، رسنیو ته وویل «مریخ ته د تګ لاره له زهرې تېریږي.»

که څه هم لومړی زهرې ته تګ د مریخ مزل اوږدوي، خو د ستوربېړۍ د وړاندې بېولو لپاره د زهرې له جاذبې استفاده د ستوربېړۍ د سونګ موادو مصرف او په مجموع کې د دې سفر لګښت ډېر کموي.

له بلې خوا هغه ستورمزلي چې مریخ ته رسېږي، نور به مجبوره نه وي چې بېرته مځکې ته د راتګ لپاره یو نیم کال انتظار وکړي چې د مځکې او مریخ مدارونه سره نژدې شي، بلکې د دې پر ځای به دوی له یوې میاشتې وروسته د زهرې له جاذبې قوې څخه په استفادې بېرته مځکې ته راشي.

د مځکې او مریخ ترمنځ ۵۴ ملیونه او ۶ لکه کیلومتره واټن دی.

هغه ساینسپوهان چې د زهرې له لارې مریخ ته د تګ وړاندیز کوي، دا هم وايي چې که د زهرې په لاره کې ستوربیړۍ ته تخنیکي ستونزه پیدا شي، په اسانه د هغې تګلوری بدلېدای شي او په لنډ وخت کې بېرته مځکې ته راګرځېدای شي.

دوی وايي چې زهره په خپله د لا زیاتې څېړنې لپاره په زړه پورې سیاره ده او فضانوردان د دې سیارې له مداره د تېرېدو په مهال هغې ته د علمي څېړنو لپاره روباټونه لېږلی شي.

که څه هم دا طرحه لا یوازې د کاغذ پر مخ کښل شوې خو د علمي ژورنالونو له راپورونو سره سم، داسې نښې شته چې د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره، ناسا دې نظر ته په لویه سترګه ګوري او د عملي کولو لپاره یې پر پلانونو بوخته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب