شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو ملایعقوب د پوځي چارو مشر ګومارلی، په مرکچي پلاوي کې یې...

طالبانو ملایعقوب د پوځي چارو مشر ګومارلی، په مرکچي پلاوي کې یې هم بدلون راوستی

تاند(جمعه، د سرطان ۲۷) طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو تر پیلولو وړاندې په خپل تشکیلاتي جوړښت کې په یوه مهم بدلون کې د خپل تحریک د بنسټګر زوی د پوځي کمیسیون مشر ټاکلی او په مرکچي پلاوي کې یې یو شمېر نوي کسان زیات کړي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس نن (جمعه) له اسلام اباد څخه په راپور کې د طالب سرچینو په قول ویلي چې د ملامحمد عمر اخوند زوی ملا یعقوب ته د طالبانو د پوځي چارو مشري سپارل شوې ده.

طالبانو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې ډلې د مشرتابه شورا ۴ غړي په مرکچي پلاوي کې شامل کړل شوي دي.

د راپور پر اساس، طالب سرچینو په دې اړه د خبرو د اجازې نه لرلو په شرط ویلي چې د ملاهبة الله اخوندزاده له لوري دا بدلونونه د دې لپاره دي چې د دې تحریک پر پوځي او سیاسي څانګو خپل کنټرول لا زیات کړي.

خو شنونکي وايي، دا بدلون کېدای شي په کابل کې د افغانستان د سیاسي مشرتابه لپاره ښه خبر وي او په عین حال کې د دې ښکارندوی وي چې د طالبانو لپاره د سولې خبرې مهمې دي.

دوی دا هم وايي چې ښايي دا له کله چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شوی، د طالبانو په منځ کې تر ټولو حساس او مهم ګام وي.

په واشنګټن کې د سولې د انستیتیوت د اسیايي پروګرام ريیس اندریو ویلډر وايي «داسې ښکاري چې دا مثبت انکشاف دی ځکه چې طالبان داسې پلاوی جوړوي چې د پخوا په پرتله پراخ او جګپوړي کسان پکې شامل وي. دا ډول پلاوی د خبرو لپاره مهم دی.»

ده همداراز ویلي چې له دې دا مطلب هم اخیستل کېدای شي چې طالبان د سولې په خبرو کې جدي دي.

تر دې وړاندې د جون په ۱۶ (جوزا ۲۷) د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ویلي و چې د طالبانو د مشرتابه شورا د بین الافغاني خبرو په درشل کې په خپل مرکچي پلاوي کې د بدلون او حتي د یوه کاملاً نوي پلاوي پر ګومارلو غور کوي.

د طالبانو د مشرتابه شورا د بین الافغاني خبرو لپاره پر نوي مرکچي پلاوي غور کوي

د وړرځپاڼې پر اساس، وړاندیز شوی چې نوی مرکچي پلاوی د طالبانو د مشرتابه شورا له غړیو جوړ شي او دا ټیم د طالبانو د نوي عمومي قوماندان (ملا یعقوب) تر مستقیمې څارنې لاندې وي.

د طالبانو دغه مشر همداراز وویل، یو بل وړاندیز هم شوی چې پر اساس د طالبانو له اوسنی پلاوي سره یو شمېر نور طالبان یوځای شي او د دې کار هدف دا دی چې د مرکچي پلاوي غړي د چا تر اغېز لاندې نه وي.

3 COMMENTS

  1. وايي:
    سگ زرد برادر شغال است. چې نصب و نهٔ لري او د پاکستان په انخور کې لوی شوی وي او د پاکستان تر کنترول لاندې وي، د زیات او کم او تغیر او تبدیل فایده به یې څه وي. طالب دلال په هر حال نه افغان و، نه دی او نه به وي. دوی هر څه د پاکستان په خوله او د هغوی د رضایت لپاره کوي. دا تغیرات پروسه لا پېچلې کوي.
    وایي قصابان چې ډېر شول غوا حتمآ مردارېږی. بیا طالب دلال خو داسې خر او بېسواده قصاب دی چې نه له دین خبر دی او نه له دنیا. نه په قران بندوازه دي نه په احادیثو او نه په انساني، بشري او مدني اصولو. له دې تغیراتو طمع مه کوئ. دا ټول د وخت ضايع کولو او ځان بیا تیارولو لپاره دي. د تور مخی پنجابي تروریست یوه بله دسیسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب