یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهطالبان: د امریکا هوايي بریدونه د سولې د تړون سرغړونه ده

طالبان: د امریکا هوايي بریدونه د سولې د تړون سرغړونه ده

تاند(جمعه، د سرطان ۲۷)په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو پر مورچو د امریکايي ځواکونو هوايي حملې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د موافقې سرعړونه ده.

ده ویلي چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د زابل ولایت په شاه جوۍ ولسوالي او د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو اهداف په نښه کړي چې دا د طالبانو لپاره د منلو نه دي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې دمخه د غوڅ ملاتړ ماموریت د طالبانو له لوري د تشدد زیاتېدا د قطر د موافقې خلاف بللې وه او له دې ډلې یې غوښتي و چې له ژمنې سره سم تاوتریخوالی کم کړي.

طالبانو ویلي چې په زابل او کندهار کې د دې ډلې پر هدفونو بریدونه د قطر له موافقې وروسته د دغو ځواکونو له لوري دوهم برید دی.

د افغانستان حکومت د طالبانو پر اهدافو د متحده ایالاتو د پوځي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې پر طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتیدو د نظامي او ملکي اهدافو د برید تور لګولی و.

ځینې کارپوهان وايي دغه بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې امریکا د طالبانو له کړنو راضي نه دي.

د ستراتیژیک مرکز رییس عبدالباقي امین وویل،” د افغانانو ترمنځ بین الافغاني خبرو ته اړتیا ده چې ژر تر ژره د خبرو اترو له لارې ستونزې حل شي، که نه دا کړکیچن وضعیت به د راتلونکې لپاره ستونزې جوړې کړي.

هغه وویل که چیرې افغانستان دا ستوننزې د سیاسي خبرو اترو له لارې حل نه کړي، نو امریکایان به خامخا په دې لانجو کې دخیل شي او له افغانستان څخه د دوی وتل به شکمن شي.

امریکايي چارواکو په ځلونو ویلي چې له افغانستان څخه د دغه هیواد د ځواکونو وتل مشروط دي.

بل خوا کارپوه باري عارض وايي ، د طالبانو په اهدافو د متحده ایالاتو وروستي بریدونه د تاوتریخوالي کمولو لپاره پر طالبانو یو ډول فشار دی. دوی هڅه کوي چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي چې د افغانانو ترمنځ خبرې په ښه فضا کې ترسره شي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، جنرال مکنزي ویلي چې طالبانو تر اوسه له متحده ایالاتو سره د شوي تړون سره سم عمل نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب