Homeخبرونهد لمر تر ټولو له نژدې واټنه اخیستل شوي تصویرونه

د لمر تر ټولو له نژدې واټنه اخیستل شوي تصویرونه

تاند (جمعه، د سرطان ۲۷) د امریکا او اروپا د فضايي تحقیقاتي ادارو سپوږمکۍ (سولر اوربیتل) د لمر له ۷۷ ملیون کیلومترۍ څخه تصویرونه واخیستل.

دا تراوسه پورې له لمر څخه تر ټولو له نژدې واټن څخه اخیستل شوي تصویرونه دي.

سولر اوربیټل سپوږمکۍ د سږ کال په لومړیو کې د لمر په لور واستول شوه.

د دې سپوږمکۍ له لوري په اخیستل شویو تصویرونو کې د لمر کوچنۍ چاودنې له ورایه ښکاري او د چاودنو په نتیجه کې ملیونونه وړانګې ښکاري.

تر دې وړاندې د لمر دومره څرګند او دقیق تصویرونه نه و اخیستل شوي.

سولر اوربیټل، چې په فبرورۍ میاشت کې د لمر خوا ته لېږل شوې وه، د جون په منځنیو کې د ۴۸ ملیون مایله مزل له کولو وروسته دغه ځای ته ورسېده.

څېړونکي وايي، دا تصویرونه د لمر او د هغو عناصرو په اړه، چې لمر ورڅخه جوړ دی، انسان ته ښه معلومات ورکولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...