دوشنبه, مې 6, 2024
Homeداسې هم شتهمریخ به د مهمو فضایي ماموریتونو شاهد وي

مریخ به د مهمو فضایي ماموریتونو شاهد وي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۷) د امریکامتحده ایالات، چین او متحده عربي امارات په پام کې لري چې په یوه یا دوه میاشتو کې مریخ ته ستوربېړۍ واستوي.

د دې ستوربېړیو، چې سپرلۍ به نه لری، ماموریت دا دی چې په مریخ کې د احتمالي ژوند نښې ومومي.

دا ستوربیړۍ به په راتلونکي کې په مریخ کې د ستورمزلو د ژوند امکان هم وڅېړي. ویل کیږي چې دا اوږده سفرونه په دې اونۍ کې پیلیږي. له ځمکې څخه مریخ ته د ستور بېړیو په رسېدو به لږترلږه له شپږ څخه تر اوو میاشتو پورې وخت ولګېږي.

ساینسپوهان وایي، مریخ ته تلل ستونزمن ماموریت دی او دا امکان نه لري چې د کال په هر وخت کې دې سیارې ته سفر نه شي کېدای ځکه چې په ځینو وختونو کې د مریخ مدار ډېر لېذې کېږي.

د اسوشیټیډ پریس خبریال مارسیا ډون وایي، ځمکه یوازې په هرو ۲۶ میاشتو کې یو ځل مریخ ته نژدې کېږي. د ده په وینا د ۲۰۲۰ کال جولای او اګست میاشتې هغه فرصت دی چې مځکه او مریخ سره نژدې کېږي.

متحده ایالات، چین او متحده اماراتو به مریخ ته درې روبوټونه واستوي. په مریخ کې د ژوند په اړه د ساینسپوهانو یوه نظریه دا ده چې ښایي درې یا څلور ملیارده کاله دمخه هلته کې ژوند و. اوس ناسا د دې ژوند د ممکنه نښو په لټه کې ده؛ مګر دا سفر او ځمکې ته د احتمالي نښو بیرته راستنیدل به ډیر وخت ونیسي.

تاند (جمعه، د سرطان ۲۷) د امریکامتحده ایالات، چین او متحده عربي امارات په پام کې لري چې په یوه یا دوه میاشتو کې مریخ ته ستوربېړۍ واستوي.

د دې ستوربېړیو، چې سپرلۍ به نه لری، ماموریت دا دی چې په مریخ کې د احتمالي ژوند نښې ومومي.

دا ستوربیړۍ به په راتلونکي کې په مریخ کې د ستورمزلو د ژوند امکان هم وڅېړي. ویل کیږي چې دا اوږده سفرونه په دې اونۍ کې پیلیږي. له ځمکې څخه مریخ ته د ستور بېړیو په رسېدو به لږترلږه له شپږ څخه تر اوو میاشتو پورې وخت ولګېږي.

ساینسپوهان وایي، مریخ ته تلل ستونزمن ماموریت دی او دا امکان نه لري چې د کال په هر وخت کې دې سیارې ته سفر نه شي کېدای ځکه چې په ځینو وختونو کې د مریخ مدار ډېر لېذې کېږي.

د اسوشیټیډ پریس خبریال مارسیا ډون وایي، ځمکه یوازې په هرو ۲۶ میاشتو کې یو ځل مریخ ته نژدې کېږي. د ده په وینا د ۲۰۲۰ کال جولای او اګست میاشتې هغه فرصت دی چې مځکه او مریخ سره نژدې کېږي.

متحده ایالات، چین او متحده اماراتو به مریخ ته درې روبوټونه واستوي. په مریخ کې د ژوند په اړه د ساینسپوهانو یوه نظریه دا ده چې ښایي درې یا څلور ملیارده کاله دمخه هلته کې ژوند و. اوس ناسا د دې ژوند د ممکنه نښو په لټه کې ده؛ مګر دا سفر او ځمکې ته د احتمالي نښو بیرته راستنیدل به ډیر وخت ونیسي.ر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب