یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپاکستان د ننګرهار په څڅوبي سیمه کې د کانونو په استخراج لاس...

پاکستان د ننګرهار په څڅوبي سیمه کې د کانونو په استخراج لاس پورې کړی

تاند (جمعه، د سرطان ۲۷) پاکستان د ډیورنډ په فرضي کرښه د دوهمې دروازې تر نصبولو وروسته د افغانستان خاوره کې د کانونو په استخراج لاس پورې کړی دی.

د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پاکستان د څڅوبي کنډو په زرۍ سیمه کې دوه نیم کیلو متره د ډيورنډ له فرضي کرښې وړاندې د افغانستان په خاوره کې د قیمتي ډبرو د کانونو په کیندلو کار پیل کړی دی.

له سیمې څخه د څڅوبي قریې قومي مشر حاجي فرمان ګل تاند سره په خبرو کې وویل پاکستاني لوري نه یواځې د کانونو په استخراج لاس پورې کړی؛ بلکې هغه اوبه چې د افغانستان په خاوره کې بهېدلې او د افغانانو ملکیت دی پاکستان لورته تاو کړي دي.

دغه قومي مشر زیاته کړه دوی د څڅوبي کنډو په سیمه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي چې یوه یې د سرک نشتوالي مسئله ده.

هغه له ننګرهار ولایتي ادارې او افغان حکومت وغوښتل چې ددوی ستونزو ته لاسرسی وکړي او قانوني غوښتنې یې ورته پوره کړي.

په ورته مهال د ننګرهار ولایتي شورا غړي د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د پاکستان د تحرکاتو په وړاندې د حکومت چوپتیا ته اندېښمن دي او وايي داسې ښکاري چې افغان حکومت پر ډیورنډ کرښه له پاکستان سره معامله کړې ده.

د پاکستان حکومت د ډیورنډ په کرښه بله دروازه ولګوله

په همدې حال کې د پاکستان پوځ وايي د ډيورنډ پر کرښه یې د دوهمې دروازې لګولو مسئله له افغان حکومت سره حل کړې ده.

د پوځ ددې ادعا په اړه تر اوسه پوره معلومات نشته چې پاکستاني لوري سره په کوم شکل دغه ستونزه حل شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت پرون وویل چې په ننګرها ولایت کې د پاکستان له خوا د نوې دروازې کېنول د دواړو هېوادونو تر منځ د شوې موافقې خلاف عمل دی.

دفاع وزرات وايي ددې ستونزې د مخنیوي لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

باید وویل شي چې تر دې مخکې هم پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ګڼ تحرکات تر سره کړي خو حکومت یې پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. څه شو هغه مجاهدین څه شول چې په افغان ملت یې جهادونه کول؟ ایا د چا په ناموس د کفر یا مسلمان تیری فرق لري؟ نه! نو څه شو مسلمان او مجاهد؟ بل داچې طالبجان څه شو او عکسالعمل یې؟
    دا دولت د فاحشې نه څه کم نه دی
    هیڅ یو کار یې د غیرت سره سم نه دی
    ماته مه کوه صفت د جهادونو
    تر دې پورته غم خو کله هم غم نه دی
    د بابر او د کرنیل امام میرمنو
    دا جهاد مو کم تر مار او لړم نه دی
    د جهاد ثمره دا ده، وطن خرڅ شو
    چې صفت یې کړي مقعد دی څه فم نه دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب