تاند( جمع، دسرطان ۲۷) د ټولنیزو رسنیو یو شمیر افغان کاروونکو د طالبانو ته باج مه ورکوئ په نوم یو کمپاین په دې موخه پیل کړی څو د سولې خبرو ته د چارواکو پاملرنه ډیره کړي.
دغه کمپاین تر ډیره د ټوېټر کاروونکو پیل کړی دی.
د ټویټر کارونکې فرشته عباسي په انګلیسي ژبه په یوه ټویټ کې لیکلي: “څنګه چې یوه افغانه ښځه په جنګ کې زیږیدلې ، د جنګ په جریان کې لویه شوې او لوستې ده، زه د طالبانو له اسلامه په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو څخه ویره لرم.” تنګ نظري پټ او ګمراه کوونکی اوسي.”
یوه بل افغان ځوان بیا لیکلي افغان چارواکو باید په تیرو دوه لسیزو کې د طالبانو لخوا ترسره شوي جرمونو ته پام وکړي او د دې مطابق میز ته ولاړ شي.
دا کمپاین له پرون څخه پیل شوی چې تر اوسه ۸۲ زره څخه ډېرو خلکوکارولی دی.
دغه کمپاین په دې وروستیو ورځو کې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د ډیریدو په حال کې دی، او متحده ایالاتو ویلي، چې دوی به د خبرو لپاره په دواړو اړخونو فشار راوړي.
په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر هم د تېرې پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو به د قطر په دوحه کې ترسره شي، خو وخت یې روښانه نه دی.
هغه وویل، چې طالبان د خبرو وخت نه مشخص کوي، او طالبان د ټولو تلفاتو مسؤل دي.
خو طالبانو ویلي دي چې دوی به د خبرو میز ته حاضر نه شي تر څو چې ټول ۵۰۰۰ بندیان یې خوشې نه شې
د افغانستان حکومت ویلي دي چې دوی به د ۵۹۲ طالب بندیانو خوشې کیدل چې په جنایي جرمونو محکوم شوي دي خوشې نه کړي.
تر دې دمه افغان حکومت له ۴۰۰۰ څخه ډیر طالب بندیان خوشې کړي دي.
بل خوا طالبانو هم تر ۷۰۰ پورې افغان بندیان د ازادولو اعلان کړی دی