یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد کډوالو راتګ په هېواد کې د کورونا د دوهمې څپې خپرېدو...

د کډوالو راتګ په هېواد کې د کورونا د دوهمې څپې خپرېدو خطر زیات کړی

تاند (جمعه، د سرطان ۲۷) ایران په داسې حال کې افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي چې په دغه هېواد کې د کورونا دوهمه څپه خپره شوې ده.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي هره ورځ له ایران څخه هېواد ته له ۱۰۰۰ تنو څخه زیات افغان کډوال راستنېږي چې نیمايي برخه یې په زوره له هغه هېواد څخه ویستل کېږي.

افغان کډوال په داسې حال کې هېواد ته راځي چې په ټول ایران کې د کورونا ویروس دوهمه څپه خپره شوې ده.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس جاوید نادم وايي، په تېره یوه میاشت کې هره ورځ نږدې ۵۰۰ افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي دي.

نادم زیاتوي اوسمهال له ایران څخه هېواد ته هره ورځ له ۱۰۰۰-۱۵۰۰ افغان کډوال راستنېږي چې په کورونا د اخته کېدو خطر یې زیات کړی دی.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست اندېښنه ښيي او وايي چې د کډوالو راتګ به په هېواد کې د کورونا د دوهمې څپې د خپریدو ویره زیاته کړي.

له دې هر څه سره سره د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې په اسلام قلعه بندر کې یې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو د تشخیص لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

د کورونا ویروس له خپرېدو تر اوسه هېواد ته له ایران څخه تر ۱۵۰ زره زیات افغان کډوال راستانه شوي دي.

1 COMMENT

  1. دولت ته په کار دی ټول هغه هیوادوال چه د ایران هیواد نه راګځی باید د دو هفتو لپاره قرنطین شي. هغوی چه علایم د کرونا ښی باید د کرونا د تداوی مرکزونو ته راجع شی او کوم چه روغ وی خپلو کورونو ته دی لاړ شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب