یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد افغانستان ولسمشر او د امریکا د ملي امنیت سلاکار د بین...

د افغانستان ولسمشر او د امریکا د ملي امنیت سلاکار د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

تاند (شنبه، د سرطان ۲۸) د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین د جمعې په ماښام د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړې.

د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي وايي، د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره د ولسمشر غني د ټېلفوني خبرو په مهال د افغانستان د ملي پخلاینې شورا ريیس عبدالله عبدالله هم حاضر و.

صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار له ولسمشر غني سره په خبرو کې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د یوه متحد، خپلواک او واحد افغانستان، چې بیا د تروریستانو په خوندي پناهځای بدل نه شي، ملاتړ کوي.

د ولسمشرغني د ویندوی پر اساس، دواړو خواوو د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکاوه چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.

تراوسه څرګنده نه ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې کله پیلېږي خو دواړه خواوې وايي چې ابتدايي خبرې به په قطر کې وي.

تراوسه د بندیانو د تبدالې بهیر هم نه دی بشپړ شوی حال دا چې د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې پر اساس ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د مارچ په لسمه پیل شي.

د صدیق صدیقي په وینا، د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په ټېلفوني خبرو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده ، ویې ویل چې باید په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره تشدد ودرول شي.

د قطر د موافقې پر اساس طالبانو باید تشدد کم کړی وای خو د افغان چارواکو په وینا طالبانو د موافقې خلاف تشدد ته زور ورکړی دی.

1 COMMENT

  1. لکه څنګه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکا او طالبانو د غوښتنې پر اساس له 5000 بندیانو نه تراوسه 4400 طالب بندیان خوشې کړيدي او یواځې 600 متنازع فیه بندیان پاته دي ، پدې اساس طالبان د خپلو بندیانو د شمېر په تناسب باید او الزاما تشنج کم کړي . که هر څومره ژر دواړه غاړې د یو بل په مقابل کې له نرمښت نه کار واخلي ، د سولې کوترې به هم پر افغان مظلوم ولس وزرونه وغوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب