دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+وړې کولمې (Small Intestine)

وړې کولمې (Small Intestine)

ژباړن او راټولونکی: احسان الله ژمن

په دی موضوع کي د وړو کولمو اناټومي، برخي، غدې او دندي په تفصیل سره څېړو:

وړې کولمې د هضمي سیستم هغه برخه ده، چي د معدې د pyloric sphincter او ileocecal valve تر منځ موقعیت لري. دا چي د نوموړو کولمو قطر د غټو کولمو په پرتله کم دی، ځکه نو وړې کولمې ورته ویل کېږي، چي اوږدوالی یې تقریبا شپږ (6) متره دی. د وړو کولمو مهمه دنده جذب(absorption)  دی. د هضم سویو خوراکي توکو د جذب تر ټولو زیاته برخه د وړو کولمو د لاري تر سره کېږي. 

نوټ: pyloric sphincter: (د داخلي ملسا عضلو هغه برخه چي د valve (یو طرفه لار) په توګه دنده ترسره کوي او د معدې څخه وړو کولمو ته د خوراکي توکو د جریان دنده لري). Ileocecal valve: [د وړو کولمو د وروستۍ برخي (ileum) او د غټو کولمو د لمړۍ برخي (cecum) تر منځ valve].

وړې کولمې لاندي برخي لري:

لومړی برخه (duodenum)

منځنۍ برخه (jejunum)

وروستۍ برخه (ileum)

د وړو کولمو زخي (Villi)؛

د وړو کولمو مخاطي غشا د وړو زخو (راوتلي جوړښتونو) په مرسته پوښل سوې ده، چي د Villi په نوم یادېږي. د villi جګوالی یو ملي متر (1 mm) او قطر یې د 1 mm څخه کم دی. Villi د یو لړ ستوني (columnar) حجراتو په مرسته پوښل سویدي، چي د Enterocytes په نوم یادېږي او ددې هري حجرې پر سطحه وېښته ډوله زخي شتون لري، چي د microvilli په نوم یادېږي.  Villi او microvilli د قاتونو(folds) په جوړولو سره د وړو کولمو د مخاطي غشا د سطحي د زیاتېدو سبب کرځي. په هر Villus کي د Lacteal په نوم یو مرکزي چینل شتون لري، چي لمفاوي رګونو ته خلاصېږي. 

د وړو کولمو غدې (Glands of small intestine)

Crypts of Lieberkühn

دا د وړو کولمو قنات لرونکي غدې دي، چي قناتونه یې  د Villi تر منځ د وړو کولمو کانال (lumen)  ته داخلېږي. نوموړي غدې د یو لړ ستوني (columnar) او اپتلیل حجرو په مرسته پوښل سوي دي. اپتلیل حجرې چټک تکثر کوي، پخوانۍ (مورنۍ) حجرې د نویو زېږېدلو حجرو په مرسته د Villi د سطحي پر طرف ځي، چي نوموړي حجرې د enterocytes په نوم یادېږي. دا حجرې انزایمونه افرازوي.  پورته غدې درې ډوله حجرې لري:

  1. Argentaffin (Enterochromaffin cells): چي intrinsic factor افرازوي.
  2. Goblet cells: چي مخاط افرازوي. 
  3. Paneth cells: چي د defensins په نوم سایتوکاینونه افرازوي.

Brunner Glands

نوموړي غدې د Duodenum په لمړی برخه کي شتون لري، چي د وړو کولمو کانال (lumen) ته په مستقیم ډول خلاصېږي، مخاط او انزایمونه افرازوي. 

د وړو کولمو افرازات (Succus entericus) 

د وړو کولمو افرازات د succus entericus په نوم یادېږي، چي په ورځ کي د 1800 mL په اندازه افرازېږي، القلي ځانګړتیا لري او pH یې 8.3 دی. succus entericus د دوو برخو (99.5% له اوبو او 0.5% له جامداتو) څخه جوړه سوې ده. جامده برخه یې له عضوي موادو (انزایمونو) او غیرعضوي موادو (منرالونو) څخه منځته راغلې ده.

د succus entericus دندي په لاندي ډول دي: 

  1. هضمي دنده (digestion) :

د وړو کولمو enterocytes (چي د villi پر سطحه شتون لري) انزایمونه افرازوي، چي لږ هضم سوي خوراکي توکي په بشپړ ډول هضموي.

  1. محافظوي دنده (protection) 

په succus entericus کي مخاط او defensin (چي د Paneth cells په مرسته افرازېږي) شتون لري، مخاط د تېزابو په وړاندي د کولمو د جدار ساتنه کوي، تر څو زخم (intestinal ulcer) منځته را نه سي او defensin د بلع سویو بکتریاوو په وژلو کي رول لري. 

  1. د ویني جوړونکې دنده (Erythropoiesis)

په succus entericus کي intrinsic factor (چي د کولمو د argentaffin حجرو په مرسته افرازېږي) شتون لري، نوموړي فکتورونه د سروحجرو په جوړېدو او ویټامین B12 په جذب کي مهم رول لري.

د وړو کولمو دندي:

میخانیکي دنده: وړې کولمې مخلوط (ګډونکي) حرکات کوي، ددې حرکاتو په مرسته chyme (د معدې نسبي هضم سوي او تېزابي خوراکي مواد) د پانکراس د انزایمو او صفرا سره یو ځای کېږي. 

افرازي دنده: وړې کولمې enterokinase، succus entericus او د هضمي سیستم هورمونونه (secretin, cholecystokinin… ( افرازوي. نوموړي هورمونونه د هضمي سیستم حرکات او د وړو کولمو او پانکراس افرازي دندې تنظیموي.

جذبونکې دنده: د وړو کولمو پر مخاطي غشا سربېره د villi او microvilli شتون په کولمو کي د جذب د ساحې د زیاتېدو سبب ګرځي. د خوراکي توکو، پروتین، کاربوهایدریت، شحم، ویټامین، منرالونو او اوبو زیاته برخه د وړو کولمو د villi پر سطحه د lacteal چینلونو په مرسته ویني یا لمف ته په مستقیم ډول جذبېږي. ډېری ویټامینونه د وړو کولمو د duodenum په مرسته او ویټامین B12 د ileum په مرسته جذبېږي.

وړې کولمې هضمي، محافظوي او د ویني جوړونکې دنده هم لري، چي د succus entericus په دندو کي بحث پرې سوی دی.

سوء جذب (Malabsorption)

د مغذي موادو د جذب نشتون عبارت له سوء جذب څخه دی، چي د یو لړ ځانګړو ناروغیو سبب ګرځي لکه:

Malabsorption Syndrome: په وړو کولمو کي د هضم او جذب نشتون. په نوموړي سندروم کي لاندي ناروغۍ رامنځته کېږي: Chron’s disease, Tropical sprue, Steatorrhea او Celiac disease

د وړو کولمو التهاب Chron’s disease (Enteritis)

پدې ناروغۍ کي زیات وخت ileum التهابي کېږي، نوموړی التهاب د سوء جذب او نس ناستي سبب ګرځي. دا ناروغي د معافیتي سیستم د زیانمن کېدو له کبله رامنځته کېږي. نوموړی سیستم د وېروس یا بکتریا په وړاندي عکس العمل ښیي، په پایله کي د وړو کولمو التهاب په وجود راځي. 

Steatorrhea: د پانکراس د lipase انزایم د کمښت له کبله د شحمیاتو سوء جذب. 

Celiac disease: دا ناروغي د معافیتي سیستم له کبله د وړو کولمو د مخاطي غشا د زیانمېدو او atrophy of villi (اټروفي، د یوې حجرې، نسج یا غړي د اندازې کمښت) څخه عبارت ده، چي په پایله کي جذب او هضم له منځه ځي. نوموړې ناروغي د Gluten زهري پروټین (منبع غنم، اوربشي… غله جات) له کبله رامنځته کېږي. 

Tropical Sprue: هغه سوء جذب دی، چي د تودو سیمو په اشخاصو کي رامنځته کېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب