جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د مشرتابه شورا د بین الافغاني خبرو لپاره پر نوي...

د طالبانو د مشرتابه شورا د بین الافغاني خبرو لپاره پر نوي مرکچي پلاوي غور کوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۷) پاکستاني رسنۍ وايي، د طالبانو د مشرتابه شورا د بین الافغاني خبرو په درشل کې په خپل مرکچي پلاوي کې د بدلون او حتي د یوه کاملاً نوي پلاوي پر ګومارلو غور کوي.

عمومي باور دا دی چې د طالبانو د مشرتابه شورا په کوټه کې مېشته ده او دا ډله په وزیرستان او پېښور کې هم شوراګانې لري.

د طالبانو د مشرتابه شورا یوه غړي پاکستاني ورځپاڼې ډیلي ټایمز ته ویلي چې ملا هبة الله اخوندزاده د دې لپاره ملا یعقوب د طالبانو د پوځي کمیسیون د نوي رييس په توګه ټاکلی چې نوموړی تر بین الافغاني خبرو وړاندې خپل واک او قدرت زیات کړي.

د طالبانو دغه مشر، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ورځپاڼې ته همداراز ویلي «د طالبانو د مشرتابه شورا غړي د بین الافغاني خبرو لپاره د یوه نوي پلاوي پر جوړولو غور کوي.»

ده همداراز ویلي، وړاندیز شوی چې نوی مرکچي پلاوی د طالبانو د مشرتابه شورا له غړیو جوړ شي او دا ټیم د طالبانو د نوي عمومي قوماندان (ملا یعقوب) تر مستقیمې څارنې لاندې وي.

د طالبانو دغه مشر همداراز وویل، یو بل وړاندیز هم شوی چې پر اساس د طالبانو له اوسنی پلاوي سره یو شمېر نور طالبان یوځای شي او د دې کار هدف دا دی چې د مرکچي پلاوي غړي د چا تر اغېز لاندې نه وي.

په رابور کې ویل شوي چې د طالبانو مشر له اوسني مرکچي پلاوي څخه امیرخان متقي، مولوي جان محمد مدني، ضیاالرحمان مدني او شیخ رسول ایستلي او دغه راز یې د قطر له دفتره ډاکتر صالح، منیر سعادت، جهانګیروال، عبیدالله عابد او سیداجان لېرې کړي دي.

ډیلي ټایمز ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبة الله اخوندزاده د دې لپاره هم ملا یعقوب د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر ټاکلی چې له ځینو قوماندانانو سره د طالبانو د بې اجازې تماسونو مخه ونیسي.

تر دې مخکې فارن پالیسي خپرونې د مې په یوویشتمه (جوزا ۱۱) راپور ورکړی و چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د طالبانو او دغه راز د لوېدیځ استخباراتي سرچینو ورته ویلي چې د ملاعمر زوی ملا یعقوب ته د سراج الدین حقاني په ځای د عملیاتي چارو قومانده سپارل شوې ده.

د طالبانو یوه مهم قوماندان مولانا محمدعلي جان احمد فارن پالیسي ته ویلي «زموږ اتل، زموږ د ستر مشر زوی ملا یعقوب د هیبة الله په غیاب کې د طالبانو عملیاتي چارې پر مخ وړي.»

د فارن پالیسي پر اساس، راپورونه وايي چې ملا یعقوب له ډېر وخت راهیسې هڅه کوي چې د خپل واک ساحه پراخه کړي او د ۲۰۱۵ م کال په جولای کې د ملا عمر د مړینې له څرګندېدو راورسته غواړي چې د هغه ځایناستی شي. اوس د ملا هیبة الله او سراج الدین حقاني ناروغۍ ده ته لاره پرانیستې ده چې د طالبانو بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

په کوټه کې مېشتو طالبانو ویلي چې په وروستیو اوونیو کې ملا یعقوب په عملیاتي او پوځي چارو کې خپل کنټرول ۲۸ ولایتونو ته غځولی او ژر به د پاتې ولایتونو نظامي چارې هم په خپل لاس کې ونیسي.

د چارو ځینې شنونکي وايي، لا هم څوک باور نه شي کولی چې د طالبانو په منځ کې او په تېره بیا د دې ډلې د مرکچي پلاوي په جوړښت کې تغییرات د سولې له پروسې سره مرسته کوي او که یو وار بیا د پاکستان له لوري د سولې د پروسې یرغمل کول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب