جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه غزني کې ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

په غزني کې ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۷) د غزني ولایت په ده یک ولسوالي کې نن ماسپښین ۴ ماشومان هغه مهال ووژل شول چې د هاوان مرمۍ پرې ولګېده.

په دې پېښه کې ۳ نور ماشومان ژوبل شوي دي.

شاهدان وايي، ماشومانو په یوه میدان کې لوبه کوله چې له نامعلوم لوري د هاوان ګولۍ پرې ولګېده.

د غزني د والي ویندوی واحدالله جمعه زاده وايي چې د هاوان ګولۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې وه خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې تېره شپه د غزني ولایت مرکز غزني ښار ته نژدې په سفندې کلي کې پر یوه کور د هاوان ګولۍ د لګېدو له کبله یو ماشوم ووژل شو او یوه ماشومه ژوبله شوه.

د طالبانو او دولتي ځواکونو له لوري پر یو بل د درنو وسلو د ډزو له کبله ډېر ځلي ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما په اپرېل میاشت کې طالبان د ۲۰۸ ملکي تلفاتو مسئول بللي وه چې د تېر کال د دې میاشتې پرتله په سلو کې ۲۵ زیات شوي دي.

دوی همدا راز ویلې وه چې افغان حکومت ته هم د ۱۷۲ ملکي وګړو تلفات راجع شوي دي چې د تېر کال د همدې میاشتې پرتله په سلو کې ۳۸ زیاتوالی ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب