جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه خوست کې قومي مشرانو د ۷ تنو د قاتلانو کورونه وسوځول

په خوست کې قومي مشرانو د ۷ تنو د قاتلانو کورونه وسوځول

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۷) په خوست کې د قومي مشرانو په اسماعیل خېل – مندوزي ولسوالي کې د هغو کسانو کورونو ته اور ورته کړ چې د یوې کورنۍ د ۷ غړیو په وژلو تورن دي.

نن سهار ګڼو خلکو د هغه څه په نامه چې دوی یې قومي چیغه بولي، د دیګانو په سیمه کې د هغو کسانو کورونو ته اور ورته کړ چې د دوی په وینا د یکشنبې د شپې په خونړۍ پېښه کې لاس لري.

دوی وايي، قومي مشرانو دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې بیا څوک داسې کار ونه کړي.

د منګلو قومي مشرانو له حکومت څخه وغوښتل چې له دوی سره همکار شي.

نامعلومو وسله والو په خوست کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

دوی پر نورو قومونو هم ږغ وکړ چې د دیګانو د کلي په وژنه کې لاس لرونکو ته ځای ورنه کړي او په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.

په لویه پکتیا او د کوزې پښتونخوا په قبایلي سیمو کې له پخوا زمانو راهیسې قاتلانو او مجرمانو ته د سزا ورکولو په خاطر د هغوی کورونه سوځول کېږي.

د یکشنبې په شپه ماسخوتن مهال یو شمېر وسله وال د دیګانو په سیمه کې یوه کور ته وار واوښتل او د یوې کورنۍ ۷ کسان چې یو نارینه، دوه ښځې او څلور ماشومان وو، ووژل او یو بل ماشوم یې ټپي کړ، چې اوس مهال په روغتون کې دی.

د منګلو یو شمېر قومي مشران ددې پېښې اصلي انګیزه شخصي تربګني او د ځمکې په سر خپل منځي جنجال بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب