جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو په خوست کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

نامعلومو وسله والو په خوست کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۵) د خوست ولایت په اسماعیل خپلو – مندوزیو ولسوالي کې نن شپه د یوه کور ۵ غړي ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.

تاند ته د رارسېدلیو راپورونو له مخې، نامعلو کسانو د اسماعیل خېلو – مندوزیو ولسوالي په چره ګه کلي کې پر یوه کور برید وکړ او  د یوې کورنۍ ۵ غړي یې ووژل.

د خوست د والي ویندوی طالب منګل پېښه تایید کړه، ویې ویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې یوه ښځه، یو سړی او ۳ ماشومان شامل دي.

ملي پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

تراوسه چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

وړمه شپه د دغه ولایت په علیشرو ولسوالي کې په یوه برید کې، چې عاملان یې لا هم څرګند شوي نه دي، د ولسي جرګې د یوه پخواني کاندید په شمول ۸ تنه ژوبل شول.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر د دې پېښې په اړه پرون رسنیو ته وویل: “تېره شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د خوست ولایت د علي شېرو کلینیک ته څېرمه، د ولسي جرګې پر پخواني نوماند عبدالولي اخلاص د نامعلومو کسانو برید کې وژل شوی دی. په دې برید کې د ده په شمول اته کسان شهیدان شوي او یو کس ژوبل شوی دی.”

خوست په پښتون مېشتو ولایتونو کې تر ټولو امن ولایت دی او د امنیت له برکته په دې ولایت کې تر بل هر جنوبي او شرقي ولایت زیات پرمختیايي کارونه شوي دي.

2 COMMENTS

  1. جنایی امره دلته یوه ماشو مه ده چې دامریکې غږ لخوا په بېړه ور سره مرکه وشوه دغه نجلۍ د امر ،جنایت ،او خلګو کلتور او فرهنګ نه پيژنی نه یی کاری عمر لری.کیدای شی دغه خورکه ښه انسان وی اود پوهې ظرفیت ولری خو دخلکو او بیا دجنایی مسلو وړتیا دروند بار دی چې به لافو او باتو دپای ټکی نه لری.دنجلی ګیله له رسنیو نه اماتوره بنه لری ما په خوست کې سروې کړی ده .

  2. که په ټول افغانستان کې ښځې مقررې شي، نو دا وطن شاید جوړ هم شي، دغه ظالمان چې په دې کور واوختل هم نارینه و.
    ګناه دلته د نارینوو ده ، قاضي نارینه دی، پولیس نارینه دی، امر او مدیر او امنیت نارینه دی، ټول رشوتونه اخلي فساد کوي، ځکه خو دغه شان ډلې چې ژوندۍ ګرځي او وحشت کوي.
    که چرته واقعا سړي په خپل منصب کې فساد ونه کړي، نو هیڅ غل به غلا ونه کړي، قاتل به قتل او ظالم به ظلم ونه کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب