جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېپښتون او د بدل اخیستل

پښتون او د بدل اخیستل

پاچاکليفورنياامريکا

د پښتنو په کلتور کې دا ډيره مشهوره خبره ده چې وايي (پښتون که د سلو کلونو وروسته هم خپل بدل واخیست  نو بيړه يې کړې دهخو زما په آند دا يوازې د پښتنو د خپلمنځيو دښمنيو او تربګنيو په باره کې صدق کوي، نه دا چې د خپلو مشرانو د وژلو بدل د هغه  هيوادونو څخه واخلي چې د دوې مشران يی وژلی وي. په دې هکله که د تاريخ پاڼو ته وګورو يو افغان چې سيد اکبر ببرکزی نوميده د اکتوبر د مياشتې په شپږمه کال۱۹۵۱  د پاکستان صدرآعظم لياقت علی خان د پاکستان د پنجاب ايالت په راولپنډۍ ښار کې وواژه. د دې وژنې تر شا به ډير شيان او وجوهات پراته وي چې د هغو تاريخی پس منظر له دې ليکنې سره څه تړاو نلری، خو مطلبي خبره دا ده چې پاکستان پس له تقريبآ پنځه څلويښت کلونو وروسته د لياقت علی خان بدل واخیست او ډاکټر نجيب الله يې په ۱۹۹۶ کال د سپتمبر  د مياشتی په۲۷ نيټه  په کابل کې په دار وځړاو. دا چې ډاکټر نجيب الله کميونسټ و او يا هر بل څه، خو د افغانانو او په ځانګړی ډول د پښتنو لپاره يو پښتونافغان و، د يادولو وړ ګڼم چې د پاکستان حکومت او په ځانګړی ډول د آیاسآی جهنمی سازمان په سلهاو ملی وطنپرست او په وطن مين افغانان او په ځانګړی ډول پښتانه مبارزين په بې رحمانه توګه وژلي او لا هم وژني. د پښتنو دا وژل د بې ضميره او وطنفروشه افغانانو په واسطه چې هغوې ته افغان ويل ډيره لويه ګناه ده تر سره کيدل. په دې اړه لازم ګڼم چې په پاکستان کې د پښتنو مبارزينو د وژلو لپاره د جمعيت اسلامی ګوند لخوا چې لومړی مشر يی برهان الدين (برهان الدين)ربانی او بل مسعود و. زه په دې باره کې ډير شواهد او بيلګي لرم، که د هغو ټولو ذکر وکړم بيا به دا ليکنه ډيره اوږده شی، خو که څوک وغواړی د دغو بيلګو وړاندی کول ماته کوم ګران کار نه دی. د دغه وژنو نوملړ ډير اوږد دی خو د يو څو کسانو په يادولو اکتفا کوم چې د هغوې له ډلی څخه لکه پروفيسور بهاالدين مجروح، جنت ګل غروال (د پښتنی تجارتی بانک رئيس)، جنرال کټوازی، ډاکټر حکيم شکيوال، ولی خان کړوخيل، ډاکټر نسيم لودين، معلم ذاکر، عزيز الفت، وکيل وزير محمد، حاجی عبدالحق او داسی نور بی شميره ملی او وطنپرست اشخاص چې د جمعيت اسلامی لخوا په شهادت رسيدلي دي. د يادولو وړ ده چې د۱۹۸۰ کال له لسيزی څخه په پاکستان کې د افغان ملی اشخاصود وژلو د سر بيه څلويښت زره کلدارې وي چې  وروسته يو لک کلدارو ته لوړه شوه چې د وژونکو تنظيمونو لخوا به چې په سر کې يی د جمعيت اسلامی او حزب اسلامی ګوندونه وو د پاکستان د آیاسآی جهنمی اداری ته ورکول کيدی. د هغه وخت څخه را په ايسته د هيڅ ملی افغان قاتل نه دی نيول شوی، دا ځکه چې په دغه قتلونو کې به د جمعيت او اسلامی حزب اجرتی قاتلان د آیاسآی لخوا حمايه کيدل. ماته ښه په ياد دې چې د پروفيسور مجروح د وژلو لپاره د جمعيت اسلامی  ګوند چې رهبری يی د مفسدالارض ربانی په غاړه وه د آیاسآی اداری ته څلويښت زره کلدارې ورکړي وې او مجروح يی په قتل ورسو۔

اوس به راشو د شهيد داود خان او حفيظ الله آمين وژلو ته چې د هغه وخت شوروی اتحاد او د اوسنۍ روسيې لخوا په ډيره ناځوان مردانه ډول ووژل شول، د هغوې بدل اخیستل په هر پښتونافغان فرض او واجب دی، دا چې داسی موقع به کله برابره او موږ پښتنو کې به کله دا وړتيا او توان راپيدا شی چې د روسانو څخه د شهيد داود خان او حفيظ الله آمين بدل واخلو۔ دې کې شک نشته چې آمين يو جاه طلب او خود خواه انسان و او د ډيرو افغانانو قاتل و،هر څه چې وي خو په مونږ يی د بدل اخیستل لازمي او ضروری دي۔ داود خان د اپريل په ۲۷  کال ۱۹۷۸ د روسانو په مداخلت د خلقپرچم د کودا تاچيانو لخوا په شهادت ورسيد، او حفيظ الله آمين د روسانو په مستقيم مداخلت په کال ۱۹۷۹ د ډسمبر د مياشتی په ۲۷ ووژل شو ۔ 

د دغه بی ضميره قاتلينو او پښتون دښمنه اشخاصو له ډلی څخه دوه وطن پلورنکې چې يو يی مفسدالارض ربانی او بل د آیاسآی، موساد او د ايران جاسوس مسعود پنجشيری وو پخپلو اعمالو ورسيدل او ددی نړۍ لکه د سپيو په شان په ډير شرمناک ډول د دوزخ جهنمی کندی ته ور ګوزار شول۔

يو بل پاکستانی چي د آیاسآی  ډير معتبر مآمور وو او د افغانستان د جهاد د اغاز څخه د مجاهلينو (مجاهدينو)په منځ کې وروسته د پاکستان د کورنيو چارو له وزير نصيرالله بابر څخه د پوره صلاحيت درلودونکی جاسوس و هغه کرنل امام و، کرنل امام ته په افغان وژنه او تخريباتو کې د پاکستان لخوا د (ډګروال) رتبه ورکړل شوه خو د افغان مجاهدينو په منځ کې هغه تر اخره د کرنل امام په رتبه پيژندل کيده.کرنل امام د پنجاب ايالت په چکوال کې پيدا شوی و. کرنل امام د طالبانو  لخوا وتښتول شو او د اپريل مياشت ۲۰۱۰ کې يی مړی د  شمالی وزيرستان د کرم کوټ په سيمه کې وموندل شو د مړی څنګ ته يی يو ياداشت پيدا شو چې پکې ليکل شوي و”هغه د آیاسآی او سي آی اې جاسوس و” د معلوماتو لپاره ویدیو وګورئ

په دی اړه صوفی شاعر رحمان بابا تقريبآ پنحه سوه کاله پخوا څه ښه ويلی دي:

کـوهی مـه کنه د بـــل سړی په لار کې    چـيـرته ستا به د کـوهی په غـاړه لار شی

ته چې بل په غشو وولی هسی پوه شه      چې همدا غشی به ستا په لور ګوزار شی

1 COMMENT

  1. موږ اورېدلی دی چی د کلیفورنیا د ابالت آب او هوا ډېره نرمه او خوندوره ده البته دا مو هم اورېدلی دی چی معتدله او نرمه هوا د انسان د دنننی او بهرنی جوړښت پر څرنګوالی هم ښه اغېزه لری.
    خو
    ………
    سړی څه ووائی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب