یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهملا برادر ایران ته؛ اروپا ته د افغاني توکیو د ترانزیت اسانتیاوې...

ملا برادر ایران ته؛ اروپا ته د افغاني توکیو د ترانزیت اسانتیاوې را زیاتې کړئ

تاند: ( ۵ شنبه، د ثور ۶ مه)  د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي اوپه کابل کې د دغه هېواد له سفیر حسن کاظمي قُمي سره لیدلي.

د ملا برادر اخوند دفتر وایي هغه په دغه لیدنه کې د افغانستان او ایران اړیکې مثبتې بللې او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید د اړیکو د لا پياوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.

طالب مقام دغه راز د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ترانزیټ په برخه کې د لا نورو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې او له ایرانه یې غوښتي، چې په جبري توګه افغان کډوال را ونه باسي.

ورته‌مهال قمي ویلي، چې ایران چمتو دی له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې ننګونه پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو،د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې زیاتولو او نورو برخو کې همکاري وکړي.

د ایران سفیر د افغانستان بانک لپاره د طالبانو له سرپرست ملا هدایت الله بدري سره هم په جلا ډول لیدلي او په بانکي برخه کې یې د همکارۍ ژمنه ورسره کړې ده.

کاظمي قمي څه موده مخکې ویلي وو، چې هېواد یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د ستراتیژیکو اړیکو په لټه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران د طالبانو یو شمېر وسله والو مخالفانو ته هم په دغه هېواد کې پناه ورکړې او شنونکي یې طالبانو سره اوسنۍ اړیکې تاکتیکي او د بدلیدو وړ ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب