شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهقانعالقاعده په میډیا کې/ عصمت قانع

القاعده په میډیا کې/ عصمت قانع

دا پنځه دېرش کاله کېږي موږ د وېرې، ترهې ډار او ډزهار له بېلابېلو طریقو سره روږدي شوي یو. د ډارولو، وېرولو او پر نورو د دانګلو او برید کولو فرهنګ اوس اوس د ځینو خلکو د فطري خاصیت یوه برخه ګرځېدلې ده. ځینې کسان د نورو شخصي حریم ته ورننوتل او د هغه د ځانګړي ژوند په ټولو برخو کې د لاسوهنې او مداخلې حق د ژورنالېزم او میډیا کار بولي او ددې کار د مصؤنیت حق د قانون حکم بولي.

نخره خو هغه وخت شروع شوه، چې د ډیموکراسي ډمامه په آب و تاب باندې وغږېده او هر کاره اتڼ چیانو د اتڼ جمناستیکي حرکات ورسره شروع کړل.

د ژورنالسېتانو، میډیا او د عامه اطلاعاتو د حق په نامه باندې ځینې داسې کسان ډګر ته راووتل چې د خلکو د کورونو په بسترو کې یې د خاوند او ښځې ترمنځ ځانګړي روابط هم د اطلاعاتو د مسلم حق په توګه په عام ډګر کې د پروپاګنډۍ رسوا لوبې ته واچول او د مداریانو په توګه یې ننداره د کاروبار وسیله وګرځوله.

شخصیت وژنه د معاصرې میډیایي ازادۍ هغه حق شو کوم حق چې په میرانشا او چمن کې طالبي تروریستان د وژنې او قتل لپاره ځان ته د مور د شیدو په توګه روا بولي.

یو قاتل په معروف او زیړوک کې یو تن نیسي او بیا ورته وایي، چې ته د امریکایي پوځي اډو قراردادي یې. د دوی په فرهنګ کې داسې قراردادي توب جرم دی، څوک نه شته چې د جرم له نامه سره د اختلاف اواز پورته کړي.

د جرم سزا هم د دوی په اختیار کې ده، چې مرګ دی او همدغه مرګ ځای پر ځای د تورن په نصیب او قسمت بدلېږي.

طالب د ښار په عام واټ کې له باروتو ډک موټر سره چاودوي او څوک چې په کې وژل کېږي د طالب په زعم او آند ټول مردار دي.

یوازې د خدای د حورو او جنتي غلمانو ازلي او آبدي حقدار هماغه قاتل دی چې په درنګ ساعت کې په سلهاوو انسانان د ژوند له جادې څخه د مرګ کندې ته ورشړي.

په همدې شکل مطبوعاتي ترهګر هم د مقابل طرف د سپکولو، بې آبه کولو او شخصیتي ترور حق د ځان داسې حق بولي چې څوک یې د چلېنج کولو توان نه لري.

له تېرې یوې هفتې راهیسې ځیې یارانو د کندهار د والي په لوڼو پسې قلم را اخستی دی او د ناموس د کرامت له زاویې دباندې هغه څه لیکي چې بالکل د ترور او دهشت په فرهنګ کې توجیه کېدلای نشي، د مدنیت او مطبوعاتي مصؤنیت په فرهنګ کې داسې بې مسولیته او بې مدرکه هوایي ډزې د کفر او جنایت معنی لري. مطبوعاتي رسالت او مسوولیت دا نه دی چې د چا د پلار په جرم د هغه لور ونیسو.

هیله ویسا د افغانستان د حکومت ماموره ده، تاسو کولای شئ د هغې هغه ماموریت او خدمات نقد کړئ، چې د بهرنیو چارو وزارت د قوانینو او لایحو له احکامو سره په موافقت کې نه دي، په دې هکله د څېړنیز ژورنالېزم له مخې تاسو هغو ټولو اسنادو ته د ورتګ حق لرئ چې په دولتي ارشیفونو کې موجود دي.

همدارنګه د هغې د ګمارلو د کار طریقه هم د ژورنالستیکي څېړنې په کړۍ کې را اېسارېدلای شي، خو پر هغې باندې هغه تورونه لګول چې پښتون پت، درنښت، وقار او عزت ترې ډډه کوي د زغم او حتی بښلو وړ کار نه دی.

زه په تېرو اوو کالو کې چې توریالی ویسا د قندهار والي دی د هغه د مدیریت او ولایتي چارو د ادارې پر ټولو اړخونو باندې ناقد پاتې شوی یم او چې ویسا والي شوی دی د ولایت ادارې ته نه یم ورغلی، خو هېڅکله ځان ته دا حق نه ورکوم چې د هغه د مېرمنې پر جامو، د کور پر خوړو او انفرادي ذوقونو باندې څه ووایم، ځکه دا حق زما حق نه دی او خدای او رسول یې نه راکوي، معاصر اخلاق یې نه راکوي.

کله چې نوی حکومت راغلی دی زموږ نادیده او ناپخته میډیا د ناپړیتو او برغزوګانو په هماغه دنده اخته ده لکه د مورا خاله زامن طالبان چې پرې اخته دي.

نن سهار یوه نوي لیکوال لیکلي وو، چې د قندهار امنیه قوماندان قاتل دی، ظالم دی، بدنام دی، ناکام دی، آین دی او آن دی.

همدا د مخالفې تروریستي ډلې ادعاګانې هم دي، خو په ښکاره د قندهار امنیه قوماندان تر یوه سیستم او یوې ادارې لاندې کار کوي او مخالف ترویستان د هېڅ ډول قانون او هېڅ ډول ادارې او محاسبې پابند نه دي.

د کندهار امنیه قوماندان نه شي کولای چې د پولیسو لخوا نیول شوي مجرمین له ځان سره وساتي، اما کچېرته یې د قانون د غوښتنو پر خلاف له ځان سره ساتي محترم لیکوال کولای شي چې خپل انقلابي قلم ته حرکت ورکړي او له ټولو سندونو سره یوه داسې کارنامه تخلیق کړي چې مطبوعات یو لوړ رتبه پولیسي مامور د خلکو له قضاوت او د حکومت له محاسبې قانونیت سره مخامخ کړي.

همدا جنرال رازق دی چې په کندهار کې یې د میډیا د ازادۍ فضا رامنځته کړې ده، همدا جنرال رازق دی چې د هغو راډیو ګانو، ورځپاڼو، ټلویزیونونو او جرایدو دفاتر ساتي، کوم چې ښاروال ته بې ثبوته شرابي وایي، د اطلاعاتو او کلتور رییس ته د خپل ماموریت د نیمګړتیا تهمتي وایي، خپرونې کوي، غزونې کوي او معاشونه اخلي.

حال دا چې بې تجربې میډیا که لږ خپل ګرېوان ته سر ټیټ کړي، دوی د مایکونو، کیمرو، ټلویزیوني سکرینونو او اخباري مخونو په وسیله هغه جنایات تشویقوي چې هدف یې د تروریستانو د ماموریت رنګ لري او هغوی دغه جنایتونه په موټر بمونو او ځانمرګو بریدونو کې کوي.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

3 COMMENTS

  1. Mr. Qaneh Jana,
    Sometimes, unconsciously we say or do things, and we do not realize it at all. This occurrence is a usual business among our people; remember Azmoon, Danish, Nangyal, Ahadi, Shams, you and many more Afghan Intelligentia how they point fingers at each others. It is a kind of the same story here. I understand that Mrs. Wisa should adhere to social norms, but still it should be her own choice. However, Afghans are immature in many ways. It takes a long time what privacy, democratic nomenclature, freedom of expression, social coexistence, rule of conduct, ethics and other things means…
    The best ways is to protect your identity and family matters from these thugs, so no one becomes a victim of their ignorance.
    It is a good piece to discuss…

  2. محترم قا نع صا حب السلام علیکم و رحمته الله و برکاته! ډیر په ځای او ښه تحلیل د کړۍ وه نن سبا د بیان د آزادي په نا مه زموږ د اسلامي تعلیما تو او افغا ني فر هنګ د اخلا قو ټولې پولې نړولې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب