شنبه, اپریل 27, 2024
Home+پسرلی یو فرصت دی، د ګټې فرصت

پسرلی یو فرصت دی، د ګټې فرصت

لیکنه: جیم رون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

هر څوک کولی شي چې یو له دغو دوه کارونو څخه غوره کړي: لومړی؛ په پسرلي کې کښت. دویم؛ په مني کې سوالګري.

زه پوهیږم چې دغه جمله حقیقت لري: “ژوند د دوامداره او د ټاکلو بدلونونو د مثالونو په اړه دی او د ژوند په اړه یوازینی دوامداره فکتور زموږ خپل احساسات او چلند دی.” موږ د چلند توان او قدرت لرو او همدا چلند کولی شي چې انتخاب وټاکي او انتخاب بیا کولی شي چې پایلې وټاکي. ته نه شې کولی چې د کال موسمونه بدل کړې، خو یوازې دومره کولی شې چې خپل ځان بدل کړې.

د یوه انسان په صفت، زه دې باور ته رسیدلی یم چې ترڅو چې موږ دې نړۍ کې یو، نو وده کول، بریالي کیدل او خوشالي موندل زموږ د موخې طبیعي منزل دی. په همدې اساس، موږ باید په دوامدارو او هوښیارو هڅو دا کوښښ وکړو، چې د حالاتو له بدلون سره پرمختګ وکړو، ترڅو له ټولنې څټ ته یعنې وروسته پاتې نه شو.

راځئ چې لږ د پسرلي په اړه وغږیږو. پسرلی د فعالیت او فرصت موسم دی چې د ژمي له واورینو ورځو سره مخه ښه کوي. همدا راز، دا هغه موسم دی چې د ژوند پُرثمره ځمکې په تخمونو، پوهې، ژمنو او مشخصو هڅو سره ډکیږي او ورو ورو وده کوي.

که څه هم د پسرلي د راتګ نښه دا نه ده، چې ګوندې په مني (خزان) کې دې هرڅه ښه ښکاره شي. ته باید له پسرلي څخه ښه ګټه پورته کړې، نه دا چې د مني څیرې لیدو ته په تمه شې او ووایې چې هغه وخت بیا هرڅه ډیر ښه ښکاري. له مني موسم څخه هغه کسان خوند اخلي، چې په پسرلي کې یې یو څه کرلي اوسي. د پسرلي له هرې ورځې ښه ګټه پورته کړه او له هغو فرصتونو استفاده وکړه چې پسرلی یې له ځان سره لیږدوي.

دا د پسرلي ژمنه ده؛ هر هغه څه چې کرو، هغه به ریبو. له خپل هرې با دسپلینې هڅې سره، موږ کولی شو چې ګڼ شمیر مکافات ترلاسه کړو. له یوې موټې کروندې سره کولی شو چې یوه لمن حاصل ترلاسه کړو. که یوه چا ته یوه ښه مشوره ورکړو، نو په بدل کې به یې موږ ته هم په لسګونو ښې مشورې راکړل شي. که له یوه چا سره لږه مینه هم وکړو، نو په بدل کې به یې زموږ ژوند هم له مینې ډک شي. همدا ژوند دی. څه چې کوې، هماغسې به درسره کیږي.

دا د پسرلي ځانګړنه ده، چې یا خپل ځان د لنډې مودې لپاره راښکاره کوي او یا هم موږ په خپلو بې سارو ښکلاګانو کې ژور بیایي او هرڅه راباندې ویني. نو په همدې اساس، د لنډ مهالو ګلونو په ښایست مه غولیږه، هڅه وکړه چې خپل اوږد مهالي تخمونه وکرې، ترڅو تل وکړای شې حاصل ترې واخلې.

موږ انسانانو ته د هوښیارۍ زکاوت او د انتخاب ازادي راکړل شوې ده، نو له همدې امله هڅه وکړه چې هغه دسپلین مشق او تمرین کړې، چې له مخې یې وکولی شې سربیره پر ډبرو، ضرر رسوونکو بوټو او نورو خنډونو بیاهم خپل تخم وکرې. که چیرې تا په کافي کچه په هوښیارۍ او ځیرکتیا سره دا تخم کرلی اوسي، نو د نړۍ هیڅ راز ډبرې، واښه او نور خنډونه به ونه شي کولی چې ستا تخم له منځه یوسي.

کار انتخاب کړه، نه استراحت. حقیقت انتخاب کړه، نه دروغ. خندا انتخاب کړه، نه تریو تندی. په ژوند کې د هرڅه ښه مخ انتخاب کړه. فرصت انتخاب کړه او کله چې په ژوند کې دې پسرلی درته خاندي، نو د کار کولو چانس غوره کړه.

د پسرلي موسم موږ ته دا راښيي چې په حقیقت کې ژوند یو دوامداره پیل او فرصت دی. موږ یوازې د دې زده کړې ته اړتیا لرو، چې باید ژوند ته یو ځل بیا ژور نظر وکړو، له سره یې پیل کړو او نوي تخمونه وکرو، ترڅو ښه حاصل ترې واخلو.

ژوند ان په خپل اوږدوالي هم لنډ دی. هر هغه څه چې په ژوند کې غواړې، ترلاسه یې کړه. مه پریږده چې موسمونه همداسې درنه تیر شي؛ ګټه ترې اخله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب