پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهجګپوړو امریکايي جنرالانو له افغانستانه د وتلو د ستونزو پړه د بایډن...

جګپوړو امریکايي جنرالانو له افغانستانه د وتلو د ستونزو پړه د بایډن د ادارې په غاړه واچوله

تاند (چهارشنبه، د حمل لومړۍ) د امریکا د پوځ دوو جګپوړو جنرالانو، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې يې د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو په مهال له افغانستانه د تخلیې څارنه کوله، د بایډن حکومت له افغانستانه پر بې بندوبسته وتلو تورن کړ.

دوی دا خبره د سې شنبې په ورځ د کانګریس غړیو ته په خپلو څرګندونو کې وکړه او یې ویل چې د تخلیې لپاره سم پلان نه و سنجول شوی او په وخت دوی ته ونه ویل شول چې باید څه وکړي.

د امریکا د پوځ دغو دوو متقاعدو جنرالانو، چې د کانګریس په غونډه کې یې ګډون کمساری و، په لومړي ځل د افغانستان د جګړې په اړه د بایډن په اداره کې د اختلافاتو یادونه وکړه. د دوی په وینا تر ټولو مهم اختلاف دا و چې پوځ ته ویل شوي و چې ۲۵۰۰ سرتېري په افغانستان کې پرېږدي څو د دغه هیواد ثبات وساتي.

د امریکا پخوانی لوی درستیز وايي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د ده شخصي اټکل دا و چې د افغانستان حکومت به سقوط کوي او د نوي یمې لسیزې په شان به یوه ستره کورنۍ جګړه پیلیږي.

جنرال میلي چې د استازو جرګې د غویو پوښتنوته ځوابونه ویل، زیاته کړه، د کابل د حکومت د ساتنې لپاره یې د دوه نیم زره سرتېرو د پرېښودو غوښتنه لرله خو بیا هم هیڅوک نه پوهېدل چې کله به د ټولو عسکرو د ایستلو شرایط برابریږي او له بلې خوا له دې کبله له طالبانو سره د امریکایانو جګړه بیا پیلېده.

ده دا هم وویل چې د بایډن حکومت له کابله د وتلو پرېکړه ډېر ناوخته وکړه چې په نتیجه کې د افغانستان حکومت وپرزېد.

دا خبرې د سپینې ماڼۍ له هغې ارزونې سره توپیر لري چې پکې ویل شوي و چې ولسمشر بایډن د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پرېکړې پر اساس مجبوره شوی و چې باید ځواکونه سمدستي وباسي.

د امریکا د کانګریس د غړیو لپاره مهمه خبره دا ده چې د خواکونو د ایستلو په ترڅ کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش په انتحاري برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

دا په داسي حال کې ده چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل د هوايي ډګر په خوله کې په انتحاري برید کې نژدې ۲۰۰ افغانان هم ووژل شول.

د امریکا د هماغه مهال لوی درستیز مارک میلي د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې غړیو ته وویل، د تخلیې په عملیاتو کې ګډوډي د باندنیو چارو وزارت د تېروتنې له کبله وه چې تر ډېر ناوخته پورې یې د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه څه نه ویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب