پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد ډیورنډ کرښې په اړه د داود ناجي پارونکې خبرې او توند...

د ډیورنډ کرښې په اړه د داود ناجي پارونکې خبرې او توند غبرګونونه

تاند (چهارشنبه، د حمل لومړۍ) د افغانستان یوه هزاره سیاسي فعال داود ناجي، چې د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت شورا له لوړپوړو چارواکو و؛ په یوه تلویزوني بحث کې د ډیورنډ فرضي کرښې او پاکستان سره د افغانستان د ناندریو په اړه پاروونکې خبرې وکړې.

ناجي د افغانستان انټرنشنل تلویزون په یوه بحث کې ډیورنډ کرښه یوه نړیواله پوله وګڼله او د دې کرښې په اړه یې د افغانانو داعیه « غیر عاقلانه» وګڼله.

هغه په دې بحث کې دا ادعا هم وکړه، چې که پاکستان وغواړي په یوه اوونۍ کې افغانستان نیولی شي؛ ځکه په باور یې دغه هېواد اټوم لري او افغانان یې مقابله نه شي کولی.

ناجي په ورته وخت کې تور پورې کړ، چې د ډیورنډ کرښې په سر ناندرۍ تر ډېره له « پښتونولۍ» سرچینه اخلي او د افغانستان په ګټه نه دي.

د بحث یوه بل ګډونوال او سیاسي فعال نجیب ننګیال د ناجي د څرګندونو په غبرګون کې هغه ته وویل، چې کاشکې یې داسې خبرې د جمهوري نظام پر مهال کړې وای؛ چې د ده په وینا لازم غبرګون سره یې مخ شوی وای.

هغه د ناجي دې خبرې ته په غبرګون کې چې ننګیال ته یې وویل: لږ عقل دې باید لرلی، په ځواب کې وویل: کاشکې دې لږ وجدان لرلی او خپل ملت او خلکو ته دې داسې سپکاوی نه کاوه.

ناجي د ورته څرګندونو پر مهال، په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی او توندې خبرې ورته شوې دي.

هغه د خپلو دغو څرګندونو په توجیې او د خلکو غبرګونونو ته د ځواب په تړاو څه نه دي ویلي.

ناجي چې پخوا د بي بي سي فارسي خبریال او د جنبش روشنایي په نوم د هزاره ګانو د یوه اعتراضیه حرکت له مخکښانو و؛ له کابله یو ځل د پارلماني ټاکنو د څوکۍ په ګټلو بریالی نه شو.

هغه د جمهوري نظام په وروستیو کې، په ملي امنیت شورا کې د ستر سیاسي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

6 COMMENTS

  1. to DAWOOD NAJY;;
    DID YOU HAVE SOME STUDY FROM AFGHAN HISTORY.
    PAKISTAN IS A STEP CHILD OF BRITISH.
    THREE TIME BRITISH LOST WAR FROM GREAT AFGHANS,
    FORGOT RUSSIA AND NATO.
    WHY YOU RUN FROM AFGHANISTAN LIKE FOX.
    COME IN TO AFGHANISTAN
    AND AFTER YOU TALK ABOUT AFGHANS,
    IF WE FILTER AFGHANS PURE AFGHANS LIKE TALIBS WE WILL CHANGE THE GEOGRAPHY,
    ZENDAH BAAD TALIBS AND I .I .AFGHANISTAN

  2. 🤮🐖😡 او بل انترنیشل خو د خراسانیانو تلویزون ده ځکه د هیواد او ناموسپلورونکو سره مرکې کوي. دوۍ د غپیږي افغان ولس به د پنجابي یهودي سوډر ویني هم وڅښي.

  3. دا خو ټولو ته څرګنده ده چی تاسو ناجیان غلامان او وطن پلورونکی یاست لعنت د ستاسی په دا کثیف ذات شی.خو شکر چی تاسی اوس په دافغانستان په پاکه خاوره د قدم کیښودلو ځای هم نلری او دتل لپاره ددی وطن څخه ورک شوی همداسی ورک مو غواړو.

  4. د داود نجي لکۍ هم د کوټې له شین غوږو سره غوټه ده ، هغوی د پولادي امیر په مقابل کې بغاوت وکړ او امیر یې مجبور کړ چې د پاتې وطن د نجات لپاره ډیورند فرضي کرښه ومني .
    دا بې شرمه د افغانستان په استازیتوب اوس لکۍ پنجابیانو ته ښوروي .

  5. دا د اخوندی متعصب ایران رژیم تربیه شوۍ غلام باید د تاند ملی ویب پاڼی له خوا دداسی خائينانه تبلیغاتو لپاره ددیموکراسی شعار لاندی اجازه ورنکړۍ شی او که اجازه هم ورکوی نو اقلآ د ویب سایت له خوا باید مستقیمآ لازم تحریری کومنټ ورکړۍ شی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب