Homeخبرونهافغانستان سره د اروپایي ټولنې ۵ میلیونه مرسته

افغانستان سره د اروپایي ټولنې ۵ میلیونه مرسته

تاند (چهارشنبه، د حمل لومړۍ) اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۵ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړ.

د دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې یاده مرسته د غذایي امنیت د پياوړتیا لپاره ترسره شوې ده.

ویل شوي، چې دغه مرسته به په غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو کې د راتلونکو درېیو کلونو په موده کې ولګو لشي.

ویل شوي، چې دا مرسته به کروندګرو او ښځینه وو ته بېلابېل پروګرامونه برابر کړي، چې ورسره یې غذایي امنیت او اقتصاد ښه شي.

طالب چارواکو د دغې مرستې په تړاو څه نه دي ویلي.

د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، تر ۲۲ میلیونو زیات افغانان فقر ځپلي او اکثریت یې له غذایي امنیت څخه بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې بېلابېل نړیوال مرستندوی بنسټونه له افغانستان سره د اړتیاوو له زیاتوالي سره- سره د بشري مرستو د کمېدو اندېښنې ښيي او د ناوړه پایلو په اړه یې خبرداری ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...