Homeخبرونهد زرغونه انا د مقبرې جوړولو چارې بشپړې شوې

د زرغونه انا د مقبرې جوړولو چارې بشپړې شوې

تاند (چهارشنبه، د حمل لومړۍ) په کندهار کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، د لوی احمدشاه بابا د مور زرغونې انا د مقبرې د بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي.

د انا مقبره چې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوهک سيمه کې موقعيت لري، د بیارغولو چارې یې درې مياشتې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پيل شوې وې چې اوس پای ته ورسېدې.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور طالب رئيس مولوي انعام الله سمنګاني وويل، چې د زرغونې انا مقبرې په بیارغونه ۱۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوی دی.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د لوی احمدشاه بابا د کور ترميماتي چارې هم دوام لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...