پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر وايي، له خپل پوځ څخه یې افغانان ایستلي...

د پاکستان دفاع وزیر وايي، له خپل پوځ څخه یې افغانان ایستلي دي

تاند (چهارشنبه، د حمل لومړۍ) د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کوي چې د دغه هیواد د پوځ له لیکو څخه یې یو شمېر افغانان ایستلي دي.

د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، خواجه اصف له ځايي رسنیو سره په مرکه کې وویل، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال توانېدلي وو چې د پاکستان په پوځ کې شامل شي.

ده همداراز وویل چې په دغو افغانانو کې د تورن او ډګرمن د رتبې کسان هم شامل دي.

خواجه اصف ادعا کوي چې تېر ځل چې د پاکستان دفاع وزیر و، د پاکستان له پوځه یې د دوو یا درو افغان پوځیانو د ایستلو امر کړی و چې په هغو کې یو تورن او بل ډګرمن و.

«دا د دوو یا درو کالو پخوا خبره ده چې ما یې له پوځه د ایستلو امر وکړ.»

ده د خپلو ادعاوو په دوام کې وویل چې د پاکستان د حکومت وسله وال مخالفان اوس د افغانستان په خاوره کې مېشت دي او شمېر یې د ۳ زره او ۴ زره ترمنځ دی.

د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان په اړه وویل:«موږ نه غواړو چې د افغانستان په اړه نوي اصول او مقررات جوړ کړو، خو باید له هغه حالته ووځو چې په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې مو د دغه هیواد په اړه درلود، ځکه چې موږ نور د دې توان نه لرو.»

ده له ټي ټي پي سره د خبرو په خاطر د پاکستان مخکیني لوی درستیزان ملامت کړل او ویې ویل چې باید له هغوی څخه په دې اړه پوښتنې وشي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب