پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپوهنې وزیر: د کلیسا د پاپانو غوندې د عصري زده کړو خلاف...

پوهنې وزیر: د کلیسا د پاپانو غوندې د عصري زده کړو خلاف نه یوو، په انجام یې پوهیږو

تاند (چهارشنبه، د حمل لومړۍ) د افغانستان د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو وزیر حبیب الله اغا نن په داسې حال کې د نوي تعلیمي کال پرانیسته وکړه، چې یو ځل بیا نجونو ته له شپږم ټولګي پکې د پورته زده کړو اجازه نشته.

هغه د دې مراسمو پر مهال ادعا وکړه، چې دوی د عصري زده کړو خلاف نه دي او په انجام یې پوهیږي.

طالب وزیر، د کلیسا د پاپانو یادونه وکړه چې د عصري زده کړو خلاف وو او پر ضد یې انقلاب له فرانسې پیل او را نسکور شول.

د ده په وینا، دوی د هغوی او اسلامي علما د کلیسا د پاپانو په انجام هم پوهیږي او دې ته اړتیا هم لري چې د عصري زده کړو زمینه برابره کړي.

دغه طالب وزیر د دې ترڅنګ، د برېښنا یادونه وکړه چې په وینا یې د کلیسا پاپانو یې مخالفت کاوه او دوی یې د مخالفت پر ضد په جوړولو اخته دي.

هغه په عین حال کې ونه ویل، چې دا زده کړې یوازې نارینه؛ که ښځینه وو ته هم غواړي.

نوموړي د بې پيلوټه الوتکو یادونه هم وکړه، چې په وینا یې د جوړولو لپاره یې عصري زده کړو ته اړتیا ده.

د طالبانو پر چارواکو نن بیا په نوي تعلیمي کال کې نجونو ته د زده کړو د ټولو حقونو په نه ورکولو نیوکې شوي.

طالب چارواکي بیا په الفاظو کې هر ځل د نجونو او عصري زده کړو د نه مخالفت خبره کوي، خو منتقدان یې پوښتنه لري چې دا نه مخالفت ولې عمل نه ثابتوي؟

د طالبانو یو شمېر چارواکي خپله هم د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د حقونو د نقض په منتقدانو بدل شوي او خلک حیران دي، چې آخر د دې حقونو د نقض زمینه چا برابره کړې ده؟

8 COMMENTS

  1. د خنځیر زویه: که عصری علومو دی زده کړالان درلودی اوس پدی د پاکستان ضد راکټونه جوړ کړی وو. که نن وی که سبا پاکستان به ارګ او عینو مینه انشاءالله بمبارد کړی. د طیارو مخه د مدرسو په علومو نسی؟ یا ستاسو انتحاریان به د طیارو مخه ونسی؟ د مباح زویه کورونه مو له اسلام آباد څخه وباسی که کنه نو ورسره به بی ادبی وشی ـ

  2. بدبختانه چې ملایانو خپل اصلي وظایف پرېښي او د قدرت حرص اخیستي دي. دا صحیح ده چې د افغانستان شل کلنه جمهوري دوره د فساد، رزالت، قتل قتال او بې حیایۍ یوه بده دوره وه لاکن ت لبانو چې اوس کومه لوبه روانه کړې د دې ګټه یوازې پاکستان ته رسیږي او بس.
    که خبره د کلیسا د پاپانو او د هغوی پر ضد د انقلاب شي، هغه د درې سوه کالونو پخوانۍ مسئله وه، لاکن اوس د اروپا پاپان زمونږ تر ډېرو ملایانو ډېر پرمختللي او عصرونه نظرونه لري. د درې سوه کاله پخواني انسان سره اوس د ځان مقایسه کول په لوی لاس خپل ځان شرمول دي.
    زه د ملایانو له حکومت څخه غواړم چې فورا دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي، د دیني مدرسو په نامه سیستم دې بند کړي، او پر ځای دې یې د عصري ښوونځیو سیستم ته وده ورکړي. البته که په ښوونځیو کې دیني مضامین کم وي، کولی شي چې یو بل هم په کې زیات کړي، لاکن کله چې له دولسم څخه شاګردان فارغیږي ټول به په یو ډول زده کړو سمبال وي. بیا که څوک طب لولي که انجنیري لولي او که دینیات لولي، کولی شي چې د لسانس په څلورکلنه دوره او د ماسټرۍ په دوه کلنه دوره کې یې ولولي.

  3. دوستانو ، بې ادبي معاف له خرو سره بحث د وخت ضیاع دي. دا کس په خپلو خبرو هم نه پوهیږي، که متوجه سي یو ځل وایې چې عصري علومو ته د اجازه نه ورکولو په انجام پوهیږي او د خپل عمل پړه پر پاپانو اچوي. که یې په انجام پوهیږي نو بیا ولي اجازه نه ورکوي؟ له ترلیب خرو او داعشیانو او د هغوې پلویانو سره بحث د وخت مطلق ضایع کول دي.

  4. فعلا خو د نجونو په برخه کې تر پاپ او یهود او هندو او سيک او ملحد بدتره عمل کوئ. خدای دې پع ملت رحم وکړي او د شیطان له پيروانو دې يې بچ کړي.

  5. وردګی لنډۍ: د سهار په کلیمو یی غلط مه شي….چی کورونه ورانوی نوم یی شمۍ دۍ. ستاسو اسلامی پوهه له هغه څرګندیږی چی د ښځو د پردی (حجاب) خبره خبره په قرانشریف کی الله ج د دریمی پارټي (حضرت پیغمبر) له لاری حکم شویدۍ او هغه هم په علتونو ولاړ دۍ مانا داچی که علت له منځه لاړ شی نو معلول پخپله له منځه ځی لکه د کاسیرو ښځو بزنس بندیدل او د لنډه غرو کنترول. کچیری دا علتونه یا لاملونه له منځه لاړ یا کتنرول شی نو بیا د پردی ضرورت نه پیداکیږی. چی طالب د همدی حکم د تحلیل نه عاجز دی او یا ځان ځنی تیروی او برعکس د ټولنی نیمایی برخه یی بندیوانه اوله خدایی حقوقو محرومه کړیده . او برعکس د الله ج قطعی حکم اقرا باسم ربک الذی خلق . نه بیا ځان خر سوار تیروی اوغوړونه کاڼه ورباندی اچوی او بیا په ډیره سپین سترګۍ د علم فرضیت مباح ګڼي. د طالبانو دغه رنګه کړني د استخباراتی توطیی بوی لری.

  6. ښه نو ته اوس پاپ ته په سپکه ګوری او ځان تری پورته ګڼی. سمه ده، تا دیدخدای نه خفه کوی خو ېوه لنډه مقاېسه به وکړو.
    ۱- پاپ د غولو کولو لپاره ځان ته تشناب جوړ کړی او فضله مواد ېې د پاېپ له لاری ټاکلی ځای ته ځی او محېط ېې پاک سوچه ده. ته ! وزېر سېب، پټی کی لمن په سر را واړوی او ټول وطن په بوی ولړی.
    ۲- پاپ سل کاله مخکی کاغذ تشناب جوړ او ته لا تر اوسه نرمی لوټې استعمالوی.
    ۳- پاپ هر کال نوی موټر اخلی خو ته د پاپ زوړ موټر وارد کړی او د صفر کېلو متر په نوم ېې بېا نېغ نېغ کوې.
    ۴- په تسبو ذکر ته کوی خو درته جوړوی ېې پاپ
    ۵- قران زما او ستا مقدس کتاب دی خو چاپ خانه ورته پاپ جوړه کړی.
    نو وزېر سېب، ته او خدای چی دی دنېا ته تا ډېر خدمت کړی او که پاپ ؟ لږ سوچ او فکر ښه شی دی.

  7. تېر ته په کتو چې ارواښاد پاچا خان په اتمانزيو کې د نجونو ښوونځی پرانېسته، نو د وخت انګريزي بلوسګرو چاکرانو هغه بند او پاچا خان يې زندان ته واچولو او پرې داسې ووهل شو چې پښتۍ يې هم ماته شوې وه.
    همداسې تېر ته په کتو چې ارواښآد غازي امان الله خان د نجونو زده کړو ته مخه کړه، نو برتانيا دا کار ونه شو زغملی او هغه يې د همدې خپلو روزل شويو ملايانو په لمسون او هڅونه کافر او هېواد پرېښوولو ته مجبور کړ، نو اوس دا د پنجاب اړونده استخباراتي مدرسو او د هغوی بړېڅو لکه چې دی يې هم يو دی د هماغه د برتانوي زاړه ښکېلاک د پاتې شوني ميراثخور يعنې آی ايس آی او پوځ له لورې دلته ګومارل شوي دي چې زموږ ټولنه اوس بيا د حجاب او کله د کلتور او کله د ښاري متمدن او اطرافي (بدوي) ژوند او يا د لوستيو او نالوستيو ترمينځ يوه نه پخلا کېدونکې استخباراتي جګړه روانه ده چې افغانستان خو سملاسي د همدغې لوبې ښکار دی او نړيوال پرې هم چوپه خوله دي.
    دا هغه روزل شوې طبقه ده چې د همدې لپاره ورته دنده سپارل شوې چې د پنجاب موخې او ستراتيژيک پلانونه يو په يو سره تطبيق کړي. دوی اصلاً د اسلام او د هېواد د پرمختګ لپاره روزل شوي نه دي او نه دا کار کولی شي.
    د دوی ټوله موخه دا ده چې د نجونو د زده کړې مخه ونيسي او راتلونکي نسلونه مو نالوستي پاتې شي چې سبا ته يې بيا د تېرو جهادونو او لوبو په شان وړيا د جهاد او د جنت په تمه وکاروي.
    دوی دا نه شي زغملی چې خورولور او مېرمن يې زده کړه ولري ځکه چې هغوی به بيا له ځانه خپله دفاع کولی شي او منطق واستدلال به کوي، نو دا زغملی نه شي او هغوی مطلق د ځان ملکيت ګني.
    دوی نجونې همدغسې پريږدي چې پېغلې شي او ودونو ته جوړې شي او واده شي او دا د دوی له عُقدې سرچينه اخلي.

    https://www.youtube.com/watch?v=kyRQI67yaJ4&t=34s
    Learning Arrangements for Women | Shaykh Akram Nadwi

    https://www.youtube.com/watch?v=wekCtVjkaVw&t=29s
    Shaykh Akram Nadwi on Women, Culture and Society

    https://www.youtube.com/watch?v=r10o6KsouZk&t=32s
    Shaykh Akram Nadwi on Women and the Home

    https://www.youtube.com/watch?v=1bUufv4Aqrs&t=1s
    What is the main difference between men and women? | Dr M Akram Nadwi

    https://www.youtube.com/watch?v=TM-bMSvKgXo&t=262s
    The truth about women in Islam | Shaykh Akram Nadwi

    پنجاب ځانته هر څه اسانه کړي او هر څه ځانته غواړي ان تر دې چې د خپل قانون له مخې چې له انګرېزانو ورته پاتې دی لا تر اوسه هماغه تعقيبوي او د جنسي تندې د سړولو لپاره يې د ماليه په مقابل کې هغوی ته جواز ورکړی او بيا هغه د نامشروع اړيکو پيسې يې مرکزي بانک ته ځي او له هغې ټولو مدارسو او ديني بنسټونو ته معاشونه او بوديجه ورکول کيږي او بيا لا دا پيسې دوی ته د جهاد په نوم د افغان وژنې لپاره ورکړل شوي، نو دا چې دا خبره کوي دا دې نر شي او د مسالې عمق ته دې لاړ شي چې سر يې پرې خلاص شي.
    نو دی دې يوځلې خپل او د پاپانو کړنې هم پرتله کړي چې هغوی څه کوي او دوی څه کوي؟

  8. زما معزز ورور سید، معتبر اسناد وړاندی کړی ، ځکه اسلام او عالم هیڅکله هم د علم دروازی د انسانیت پر مخ ندی تړلی، او د پاپانو د استخباراتو لوبه ده چی افغان او بیا مسلمان پری شرموی .دا ضد او نقیض بیانات ، حرکات او کړنی د وخت ضایع کول دی.
    حال دا چی په اسلام کی ، ناروا کی اطاعت نشته او له ملت او امت نه لیری ژوند کول نه منی او دا ډول بی هویته او مبهم حاکم وضعیت ملتونه تباه کوی ، اسلام تل اخوت ، وحدت ، اهلیت او عدالت ته
    دعوت ورکړی؛ انحصار د عدالت او اهلیت ناقض ثابت شوی او د ملت او امت جوړونی په وړاندی لوی خنډ بلل کیږی او د اسلام اساسی
    مقاصد او اهداف د امت حیات او قوت پوری مستقیم تړاو لری؛حاکم
    ګوندونه،کودتایی حکومتونه او مزدور اتومی فوجونه هغه حیثیت ،قوت
    او اثر په نړیوالو قضایاوو کی نشی درلودی کوم چی قوی او مرصوص صف د امت درلود ، نو ځکه د پاپانو استخبارات تل کوښښ کوی چی انحصار طلب ،خودخواه عناصر استخدام او امت کی نفاق نور هم تشدید کړی خو ویښ مومن حاکم دا دسایس پیژنی او د تعلل او ضیاع وخت نه ځان ساتی خو د زر او زور مینان هر څه بایلی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب