بسم الله الرحمن الرحیم
نوروز باستانی و سال جدید هجری شمسی امسال با ماه مبارک رمضان همگام فرا میرسد که به مناسبت این بخت دوگانه، تبریکات قلبی خود را در کنار خواهران و برادران افغان، به همه مسلمین و مسلمات جهان نیز تقدیم می دارم. هیله من یم چې زموږ عبادتونه په الهی دربار کې ومنل شي او د هغه ستر ذات د مرحمتونو لایق وګرځو.
نوروز آیامې و رمضان اُویي مبارک!
پسرلي سږکال له ځانه سره دا زیری هم راوړی چې د وچکالۍ د منځه وړلو له پاره زموږ دوعاګانې اِنشاءالله الهي دربار کې منظورې شوي او ځکه د نوروز دا راتګ په نېک فال نیسم چې که خدای کول راتلونکې میاشتې او کلونه مو د پرېمانۍ، هوسایۍ، آبادۍ او سرلوړۍ وختونه شي.
هغه څه چې په دې مبارکو شپو ورځو کې بیا تاکید غواړي دادي چې خپل شخصي، اجتماعي او ملي ژوند او له نورو سره روابط، په واقعي معنا په هغو اصولو بنا کړو چې زموږ ستر پیغمبر (ص) په وروستۍ خطبه کې چې حجة الوداع ده، د لنډو، واضح، او رهنمودي هدایاتو په شکل موږ ته میراث پرېښي دي.
در حجة الوداع است که ما به عنوان مسلمانان فلسفه اصلی اسلام را می یابیم. در آن جناب پیامبر (ص) هم به مصالح فرد پرداخته و هم اجتماع؛ هم کانون خانواده را به رعایت حقوق زنان مبتنی دانسته و هم احترام به حقوق انسان را به عنوان فرد توصیه کرده است؛ هم مساوات بین افراد را اعلام کرده است که تنها به تقوا امتیاز می یابند و هم علیه تعرض به جان و مال دیگران هشدار فرموده است.
دغه ده زموږ د ژوندانه اصلي فلسفه، زموږ د تمدن معیار، زموږ د پوهې مُحرِک چې تر هر چا وړاندې په کې د حقونو، ملکیت، عقل، اهلیت او ژوندانه مصوونیت حک شوی او پوخ شوی دی. د همدې فلسفې له مخې و چې د نړۍ لومړنی تحریري اساسي قانون زموږ ستر پیغمبر (ص) په مدینه منوره کې، چې د ظالم له شره یې پناه وروړې وه، ترتیب، اعلان او یو د عادل نظام اساسات یې کېښودل.
در ماه مبارک رمضان مخصوصاً لازم است تا به تمام هدایاتی که به این ارتباط در قرآن شریف آمده است، توجه نماییم. در آن به صراحت تاکید شده است که همدردی با یتیم و مسکین و ابن سبیل که به مسافر اشاره میکند، دروازه جنت را می گشاید. مناسب خواهد بود که در این جا از تمام هموطنان، خاصتاً دیاسپورای ما، برای همبستگی و همدری دوامدار شان با خواهران و برادران نیازمند شان در داخل افغانستان، بخصوص مساکین ، یتیمان، یسیران، بیوه ها وخانواده های شهدا ابراز امتنان کنم.
د روژې په دې بختورو شپو کې دغه راز غواړم د اسلامي ملکونو وضعیت ته هم یو لنډ نظر وکړو. نن په هغوی کې څو ډولونه وینو:
لومړی هغه ملکونه دي چې د پرمختګ، ثبات او ودې حالت لري. په اسلامي نړۍ کې اوس داسې ممالک شته چې د مثبتې ودې، مشترک ژوند او سیاسي ثبات مثالونه دي چې دا د شکر ځای دی.
دویم هغه ملکونه دي چې په وینو ککړ، د نیابتي جنګونو میدانونه دي او د بربادۍ د وسایطو نندارتونونه. وینه روانه ده. وینه کلونه کېږي چې روانه ده او ضرورت ددې لري چې له دې نه عبرت واخلو.
درېیم هغه ملکونه دي چې د منفي ثبات خاوند دي او ځکه له بحران نه بحران ته لوېږي. یو بحران چې ختم شي، بل راشي او له بده مرغه ثبات خواته نه ځي. دا هم د ژور تفکر له پاره کافي مواد په لاس راکوي چې ځان په کې ووینو.
او څلورم، هغه څه چې نن د ټول اسلام له زړه وینې تویوي غزه او فلسطین دي.
پوښتنه داده چې ولې دا توپیرونه شته؟ زما ځواب دې ته ډېر ساده دی:
د پرمختګ، ودې او ثبات خواته روان ملکونه په ملي روایت ولاړه لازمي اجماع لري، د مشروعیت خاوندان دي او په همدې له نورو فرق کوي؛
د دویمې او درېیمې ډلې هېوادو کې دا اجماع او دا تګلارې نه شته، د ژوند لاره یې معلومه نه ده او ځکه تل په وینو ککړ او خوار او بېوزلي وي.
دلته یوه بله خبره هم موجوده ده چې باید ورباندې اعتراف وکړو. ټول اسلامي اُمت د احساساتو او عواطفو له نظره ګډ دی، د مسلمانانو عواطف یو دي، خو کله چې د ملي ګټو خبره راشي، هر یو یې خپله لار لري او موږ افغانان هم باید په خپلو ملي ګټو فکر او عمل وکړو.
در تجلیل از نوروز که تجدید زندگی طبیعت است، یاد آوری این نکته هم بی جا نه خواهد بود که انسان به عنوان خلیفه خداوند در روی زمین، به آنچه به وی به امانت گذاشته شده بود یعنی زمین چنان آسیب رسانده و خیانت کرده که بدون یک تلاش منظم برای تلافی آن، تجدید زندگی طبیعت به شکلی که می شناختیم، دیگر دشوار خواهد بود. صدمه ناشی از اینگونه فعالیت های بی سر و سامان خلیفه های نا خَلف، در گوشه ها و اکناف جهان، بر کشورهایی نظیر افغانستان که تقصیر اندک در ایجاد این فاجعه محیطی دارند، خیلی جدی ، سنگین و حتی کمتر قابل جبران است.
اصطلاح «تغییر اقلیم»، اهمیت و عمق فاجعه گرم شدن سرسام آور هوا را بازتاب داده نه می تواند، بلکه تلاشی است برای پرده پوشی تخریباتی که به اثر فعالیت بعضی ها بر زمین و اقلیم آن وارد شده است. ما در کشور خود صدمات ناشی از گرمای هوا را با پوست و گوشت خود احساس می کنیم. بنا بر این نیاز است تا منابع طبیعی ما، سرمایه های ما، خاصتاً آب، خاک، چراگاه های ما، به صورت اساسی تنظیم مجدد شوند و اِلا، خدا ناخواسته آینده خیلی تاریک، از جهت محیط زیست، خاصتاً کمبود آب، از بین رفتن مزارع، منابع غذایی و جنگلات با تنوع زندگی آن، در انتظار خواهد است.
هر ملک له دې بحران سره د مقابلې برخه کې د خپلو اقداماتو مسوول دی، اما هیڅ دا ډول اقدام له بین المللی او منطقوي ملګرتیا پرته بریالي توب ته نه رسېږي. او ددې له پاره چې منطقوي او بین المللی برنامو او اقداماتو باندې یووالی ولرو، نظامونه مشروعیت ته ضرورت لري. د چاپېریال له بدلون سره د مقابلې له پاره نړیوال مالي او تخنیکي امکانات شته خو له دغو امکاناتو استفاده په دې اړه لري چې د نظام مشروعیت تر لاسه کولی شو او که نه.
آنچه در این روز های پر برکت، از شادی و مسرت بهاری ما می کاهد، خاموش ماندن زنگ مکتبهای دخترانه است که همه ساله در این شب و روز با یک روحیه اعتماد به نفس در گوشه های مختلف کشور بصدا در می آمد و من شخصاً نواختن آنرا از خاطرات مسرت بار خود به حساب می آورم. اما افسوس که اینک بیش از هزار روز است که دختران ما از آموختن دانش که حکم قرآن و پیامبر بزرگوار اسلام است، محروم مانده اند. ادامه این حالت هم زجر دهنده و هم برباد دهنده آینده کشور است که باید هرچه زود تر پایان یابد.
خو په عین حال کې دا یادونه هم ضروري ده چې د هلکانو تعلیم هم سره له دې چې جاري دی، د نصاب او تعلیمي نظام له پلوه نور بهبود ته اړتیا لري، ځکه اوسنی نصاب د طبیعي او انساني سرمایو د موثرې او دوامدارې استفادې اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.
په دې نوي کال کې دا ټینګار بیا ضروري بولم چې زموږ ګران هېواد همدا اوس تر هر څه زیات یو مشروع، عادل او داسې نظام ته اړتیا لري چې ولس له مایوسۍ او بې وسۍ وژغوري او د ۲۰۴۷ کال له پاره چې د معاصر افغانستان د جوړېدو درې سوه کاله پوره کېږي، او تر هغه وروسته پړاو له پاره د ژوند لاره ور وښیي.
زه له دې فرصت نه په استفادې له ټولو غواړم چې دې د عبادت میاشت کې د ولس په خدمت او د حضرت پیغمبر (ص) د وروستۍ خطبې په ارزښتونو باندې فکر وکړو، سوچ و کړو، زړونه سره یو کړو او دې نتیجې ته ورسېږو چې نفاق ختم کړو، یووالي ته ورسېږو او د ژوند یوې تګلارې ته ورسېږو چې د ټول ولس خیر په کې وي او د هغو ملکونو قطار کې ودرېږو چې مشروعیت، ثبات، پرمختګ او ودې خواته روان دي نه د هغو ملکونو په ډله کې چې په وینو ککړ دي او یا له بحرانه بحران ته ځي.
تل دې وي افغانستان
یشه سن افغانستان
زنده باد افغانستان