یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د نوروز په مناسبت ستاسو د لیک ځواب | اجمل پسرلی

د نوروز په مناسبت ستاسو د لیک ځواب | اجمل پسرلی

د فیسبوک یوه ملګري راته لیکلي دي: « د نوروز تجلیل د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د امتي له لوري نه، حلال ګڼل امتي کافر کوي. که څوک حلال ته حرام او بالعکس حکم وکوي کافر کیږي».

زه دیني عالم نه یم خو د اسلامي تاریخ د افتخار په زمانه کې له نوروز سره مخالفت نه دی شوی.

د عربانو د تاریخي روایتونو پر بنسټ د امویانو او عباسیانو پاچایانو ته به د نوروز په ورځو نورو سوغاتونه ورکول. د مامون الرشید( ۲۱۸-۱۷۰ هجري قمري) په زمانه کې د نوروز جشن لمانځل کیده.

شاعر احمد بن یوسف الکاتب چې د عباسي زمانې له پیژندل شویو وزیرانو څخه و، مامون الرشید ته په طایف کې د نوروز په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سرو زرو تحفه ورکړه چې ورسره هندي عود هم و او دا شعر یې ورته ووایه:

علی العبدِ حقٌّ فهوَ لابدَّ فاعلِهِ ـ وإن عظِمَ المولی وجلَت فضائلُهُ
الم تَرنا نُهدي إلی الله ماله ـ وَإن كان عنَهُ ذا غني فهوَ قابلهُ

د نوروز په مناسبت د سوغاتونو د ورکړې رواج د امویانو په زمانه کې پیل شو دا تحفې به واعظانو، شاعرانو او امیرانو خلفاءو ته ورکولې. د ځینو روایتونو له مخې کله ناکله به دا تحفې ډيرې ګران بیه وې. یوه شاعر د هغې تحفې په اړه چې معاویه ته یې په شام کې د نوروز پر مهال ورکړې ده وایي چې ارزښت یې میلیونونو درهمو ته رسیده:

إن الهدَّیة حلوةٌ ـ  كالسَّحرِ  تَجتَلِبُ قلوباً
توني البغیض من الهوی ـ  حتّی تصّیره قریباً
وتُعیدُ مضطَغِنّ العدا ـ وَة بعد نقرته جسیاً

د امویانو او عباسیانو ګڼ امراء له اسلامي علومو سره اشنا و او په دربار کې به یې هم ډیر دیني عالمان وو. د دغې زمانې تر ګردو مشهورو شاعرانو چې ډیر کله به په دربار کې وو، نوروز ستایلی دی او کله هم له دینه باخبره پاچا او د هغه شاوخوا عالمانو دا خلک د نوروز له ستایلو او د نوروز له میلو نه دي منع کړي.

په دې برخه کې موثق روایتونه دا څرګندوي چې حجاج بن یوسف الثقفي به په نوروز کې نورو ته تحفې ورکولې.

د اسلامي تمدن د اوج زمانه د عباسیانو زمانه وه په دې زمانه کې د عربي ژبي ډیرو مشهورو شاعرانو چې د خپل زمان بې سارې شاعران وو نوروز ستایلی دی.

البحتري، الشریف الرضی، التمنبي، ابن الرومي، ابوتمام، ابن المعتز… دغو ټولو د نوروز په ستاینه کې شعر ویلی دی. دا کسان د خپل وخت نامتو دیني عالمان هم وو. البحتري د امیر الهیثم الغنوي په مدح کې نوروز ستایي:

أتاك الربيع الطلق يختاك ضاحكا ـ من الحُسن حتى كاد أن يتكلّما
وقد نبه النوروز في غسق الدجى ـ أوائل ورد كُن بالأمس نوما
يُفتقها برد الندى فكأنه ـ يبُث حديثا كان قبلُ مُكتما
ومن شجر ردّ الربيع لباسه ـ عليه كما نشرت وشياً منمنما
أحلّ فأبدى للعيون بشاشة ـ وكان قذى في العين او كان مُجرما
ورق نسيم الريح حتى حسبته ـ يجيء بانفاس الاحبة نُعما
مما يحبسُ الراح التي انت خلّها ـ وما يمنع الاوتار ان تترنما

ابن الرومي بیا د حاکم عبیدالله بن عبدالله ستاینه د نوروز په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې کوي:

یوَم الثلُاثاءِ: ما یوَمَ الثلُاثاء؟ ـ في ذرُوةٍ من ذرُا الأیامِ علیاءِ
كأنَّها هو في الأسبُوعِ واسطةٌ ـ في سمطِ دُرِّ یُحلّ جید حَسناءِ
ما طابق الله نیروز الامیر بهِ ـ الاّ لِتلقءُ فیه كلُّ سَّاءِ
لا سیمَّا في ربیع مُمرع غدَِقٍ ـ ما اَنفَك یُتبعُ انواءً بأنواءِ

داسې هم نه ده چې ابن الرومي ته د نوروز تاریخي پس منظر معلوم نه و، دی په یوه بل شعر کې د نوروز تاریخ ته اشاره کوي او د وخت امیر عبیدالله بن عبدالله مخاطبوي او وایي چې ستا په زمانه کې خو نوروز داسې په شان او شوکت لمانځل کیږي چې اردشیر او انوشیروان هم داسې نه دی لمانځلی:

ما رأت مثل مهرجانك عينا ـ اردشير ولا انوشيروان
مهرجان كأنما صورته كيف ـ شاءت مخيرات الاماني
واديل السرور واللهو فيه ـ من جميع الهموم والاحزان

شاعر عبدالصمد بن بابک د عضد الدولة البویهي الدیلمي وزیر الصاحب بن عباد مخاطبوي او په یوې اوږدې قصیدې کې چې امیر ستایي د نوروز ستاینه کوي:

لقد نشر النيروز وشياً على الربى ـ من النور لم تظفر به كف راقم
كأن بن عباد سقى المزن نشره ـ فجاد برشاش من الوبل ساجم

الصاحب بن عباد هغه نامتو لیکوال دی چې د ادبي کتابونو ترڅنګ یې ګڼ دیني کتابونه لیکلي دي لکه: اسماء الله وصفاته، الاعیاد، الامامة، الشواهد، القضاء و القدر. نو څرنګه ممکنه ده چې څوک دومره ستر عالم وي، مهم چارواکی وي او دی بیا هم مخاطب شاعر د نوروز له مدحې راونه ګرځوي او دی په خپله نوروز تجلیل کړي؟؟

د عربي ژبې یو بل شاعر الصنوبري بیا د نوروز په اړه خوندور شعر لري:

ما الدَّهرُ الاّ الرّبیعُ المُستَنیرُ إذا ـ أتی الرّبیعُ أتاك النوَّر والنوُر
الأرضُ یاقوتةٌ، والجوُّ لؤلؤةٌ ـ والنبتُ فیروزجٌ، والماءُ بلوّرُ
ما یعدمُ النبتُ كأساً من سحائبه ـ فالنبتُ ضربان: سكرانٌ ومخمورُ
تظلُّ تن شُ فیه السُّحبُ لؤلؤَها ـ فالأرضُ ضاحكةً، والطیر مسرورُ
حیث التفتَّ فقمريٌّ و فاختةٌ ـ فیه تغنّي شفنینٌ وزرزورُ
إذا الهزاران فیه صَوَّتا فهما  ـ السّورنايُ، بل عودٌ و طنبورُ
تبارك الله احلي الرَّبیعَ فلاـ تُغرَر فقائسُهُ بالصَّیفَ مغرُور
منَ شَمَّ ریحَ تحَیّاتِ الربّیع یقَلُ ـ لا المسك مسك ولا الكافوُر كافورُ.

په ورته وخت کې داسې عربي شاعران هم و چې په دیني باورونو یې ډير اعتماد نه درلود لکه ابو نواس چې ده بیا په نوروز کې د شرابو د محفلونو ستاینې کړې دي:

یُباكرُنا النُّوروزُ في غَلَسِ الدُّجی ـ بنورٍ علی الأغصانِ كالانجم الزُّهرِ
یلوحُ كأعلامِ المطارفِ وشیُهُ ـ من الصُّقر فوق البیضِ والخُضر والحُمرِ
ادا قابَلتَهُ الریّحُ أو ما برأسهِ ـ إلی ال شَّبِ أن سُُّوا ومالَ إلی السُّكر
ومسمعةٍ جاءَت بأخَرَس ناطقٍ ـ بغیر لسانٍ ظلّ ینطقُ بالسّحرِ
لتبديَ سرّ العاشقین بصوتِهِ ـ كما تنطِقُ الاقلامُ تجهر بالسَِّّ
تَری فَخُذ الألواح فیها كأنّها ـ إلی قَدَم نیطَت تضجُّ ألی الزَّمرِ

د روایتونو له مخې د اسلامي تمدن په اوج کې به په عراق کې د نوروز په شپه خلکو اورونه بلول، خواږه شیان به یې نوروز ته تیارول او بازارونه به چراغان کیدل. شاعر ابي الحسن محمد بن عبدالله السلامي په یوه شعر کې د نوروز په مناسبت لګیدلو اورونو ته اشاره کوي او وایي:

لا زلت اشتاق نارا أوقدت لهباً ـ حتى ظننت عذاب النار قد عذُبا
يعلو الدخان بسود من ذوائبها ـ قد عط فيها قناعُ التبر واستُلبا
قد كلُلّت عنبراً بالمسك ممتزجاً ـ وطُوقت جُلُناراً واكتست ذهبا
فالنور يلعب في أطرافها مرحا ـ والجمرُ يرعد في أكنافها رهبا
وطار عنها شرارُ لو جرى معهُ ـ برق دنا أو تلقى كوكباً لكبا
لو كان وقت نثار خلّته دُرراً ـ أو كان وقت انتصار خلُته شُهبا
والليل عُريانُ فيه من ملابسه ـ نشوانُ قد شَقّ أثواب الدجى طربا
أقسمت بالطرف لو أشرفت حين خبث ـ جعلت أنفس أعضائي لها حطبا

په کلاسیک عربي ادب کې نوروز ته ( نیکروز ) هم ویل شوې دي، ابو نواس وایي:

بِحَقِّ المهرجان ِ و نوکروز ِ

وفرّ خروز ابسالِ الکبیس ِ

والنوکروزِ الکــــــــــبارِ

و جشن گـــــــــــاهنبار

د شاعرانو ترڅنګ نور شواهد هم شته چې له نوروز سره مهمو اشخاصو مخالفت نه دی کړی. ِ

عبدالله العباسي د حرمینو والي وایي: « په نوروز کې مشرانو ته سوغاتونه ورکوئ، تر ټولو مشر ته…لس زره دیناره ورکړل شول هغه دا پیسې د حرمینو پر اوسیدونکو وویشلې چې دا ښه فکر او ښه عمل و» ۱

الحسن بن وهب المتوکل ته د نوروز په ورځ دا لیک استولی و: « امیر المومنینه خدای دې خوشاله کړه…خلافت دې پراخ شه…په هر اختر کې دې خندانه یې…د نوروز په محفلونو کې دې خوشالې په برخه شه…»۲

د ستر خوشال له دې شعر سره به تاسو ته دا لیک راغونډ کړم:

په راتلو درسره ډيرې خوښۍ راوړه

په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه

۱- القيم الفنية المستحدثة في الشعر العباسي، د. توفيق الفيل، مطبوعات جامعة الكويت 1984.

۲-المستطرف في كل فن مستظرف، شهاب الدين محمد بن أحمد أبي الفتح الأبشيهي، دار الكتب العلمية، بيروت، الطبعة الثانية،تحقيق، د.مفيد محمد قميحة، عدد الأجزاء2،1986م.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب