دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد افغانستان کرکټ بورډ د استرالیا پر پرېکړې نهیلي وښوده

د افغانستان کرکټ بورډ د استرالیا پر پرېکړې نهیلي وښوده

تاند (چهارشنبه، د حمل لومړۍ) د افغانستان کرکټ بورډ د استرالیا له لوري د شل اوره سیالیو پر لغوه کولو نهیلي وښوده او له سیاست څخه د سپورت پر جلا والي یې ټینګار وکړ.

د استرالیا کرکټ بورډ پرون وویل، له افغانستان سره شل اوره سیالۍ له دې کبله لغوه کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر سپورت بندیز دی.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او استرالیا ملي لوبډلې د سږ کال په اګست کې په متحده عربي اماراتو کې د درو شل اوره سیالیو په لړۍ کې مخامخ شي.

د استرالیا د کرکټ ادارې (کرکټ استرالیا) وویل، حکومت یې وايي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت مخ په خرابیدو دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د استرالیا د پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې د استرالیا له لوري له افغانستان سره د یوې بلې لړۍ لغوه کولو خواشیني کړي او په درسته نړۍ کې له سیاسته لېرې د بې پرې کرکټ په اړه خپل دریځ تکراروي.

دا له ۲۰۲۱ څخه چې طالبان واک ته رسیدلي دي، درېیم ځل دی چې استرالیا له افغانستان سره د کرکټ سیالۍ په دغه هیواد کې د ښځو پر سپورت د بندیز په خاطر لغوه کوي.

استرالیا د تېر کال (۲۰۲۳) په سپټمبر کې یوه ټیستلوبه او درې یو ورځینۍ مسابقې په همدې دلیل لغوه کړې.

خو له دې سره سره یې په نړیوال جام کې له افغانستانه له مسابقې ډډه ونه کړه.

د تېر کال په نوومبر کې یې په نړیوال جام کې پر افغانستان تقریباً بایللې مسابقه په حیرانوونکي ډول په درو ویکټونو وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب