شنبه, مې 25, 2024
Home+ د نوروز تاریخچه پښتنه سوه |  انجنیر داود اڅک

 د نوروز تاریخچه پښتنه سوه |  انجنیر داود اڅک

نوروز د وري «حمل» د میاشتي لومړۍ نېټه ده چي په افغانستان او ایران کي د هجري شمسي کال لومړۍ ورځ او د کال پيل دی. نوروز د اذربائیجان او ازبکستان په وړاندیز د  ۲۰۱۰ کال د فیبروري په میاشت کي د ملل متحد لخوا په رسمیت وپېژندل سو او په یونسکو کي د ښکارهنګي (فرهنګي) میراث په حیث ثبت سو.

 که څه هم نوروز په نورو ملکونو کي د نوي کال پیل ندی خو په ډیروهېوادو کي دغه جشن لمانځل کیږي او په ځینو ملکونو کي رسمي رخصتي هم وي. نوروز په شمسي نظام کي د وخت او اقلیم له لحاظه د اعتدال پیل او د شپې او ورځي برابري ده.                                                                                               نوروز چي په بیلو سیمو کي په بیلو مراسمو لمانځل کیږی ډېر لرغونی تاریخ لري خو د اصلي ځای او وخت په هکله ئې اندونه بېل دي. د فردوسي په شاهنامه کي جمشید (یما) د نوروز بنسټ ایښودونکی بلل سویدی او داسي حکایت کوي:

یوه ورځ جمشید په اذربائیجان کي د جمشیدي ارګ پر تخت باندي چي د پریانو او د یبانو لخوا وړل کیدی ناست وو چي د لمر وړانګې د جمشید پر تاج با ندي ولګیدې، وړانګو انعکاس وکړ او نړۍ ټوله نوراني سول، څو پدغه وخت کي خلګ خوشحاله سول او دغه ورځ ئې د جهان روښانه، او نوې ورځ وبلل.

 په دې هکله د شاهنامي څوه بیته:

چو خورشیــد تابـان میـان هوا   نشستـــه برو شـــتاه فرمــانروا
جهان انجمـن شد بر تخت اوی   از آن بر شـــده فــرۀ بخت اوی
به جمشیـد بر، گوهر افشـاندند   مر آن روز را روز نو خــواندنـد
سر سال نو، هــرمز فروردیــن   برآسـود از رنج تن، دل ز کیــن

که څه هم چی جمشېد په شاهنامه کي د تهمورث زوی بلل سویدی خو ډنمارکئ تاریخ پوه (کریستنسن) پدې هکله وایي چي:(د تهمورث وروسته د ده ورور «جمشېد» پاچا سو چي په لومړي ځل ئې د نوروز جشن بنسټ کښېښود). تاریخ مختصر افغانستان. ۲۸ مخ.

اما د طبري تاریخ په ځینو متنونو کي کیومرث چي د پیشدادیانو لومړی پاچا وو د نوروز بنسټ ایښودونکی بلل سویدی. خو ځني روایات بیا زردښت د نوروز بنسټ ایښودونکی بولي. زردښت چي د وخت او ځای په هکله ئې نظریات بېل دي د مور نوم ئې دوغدو وو چي د فراهیم لور وه او د پلار نوم ئې  پوروش اسپ وو چي د پتیرکتراسپ زوی او د سپین تمان د کورنۍ مشر وو. دوغدو په ځینو ژبو کي د نجلۍ په معنا او په ځینو ژبو کي د شیدو لوشونکې معنا سویده. پوروش اسپ د تور/ زوړ آس خاوند معنا ورکوي.

د نوروز په هکله یو روایت دا دۍ چي نوروز د بابل په تمدن (بابلیانو) پوري اړه لري او وائي چي نوروز هغه وخت په اریآیي حوزه کي د جشن په صفت رواج سو کله چي ستر کوروش په کال ۵۳۸ مخکي تر میلاد بابل ونیوۍ. کوروش په همدغه کال کې د بابلیانو دغه رواج (نوروز) د ملي جشن په صفت اعلان کړ. ابوریحان البیروني هم تائیدوي چي نوروز د بابلیانو دی او د جمشېد په اړه ئې قول کټ مټ د « ویژه نوروز» له سایت څخه رانقلوم چي داسي ئې لیکلي دي:

  (ابوریحان بیرونی» پرواز کردن جمشید را آغاز جشن نوروز می داند:«… چون جمشید برای خود گردونه بساخت، در این روز بر آن سوار شد، و جن و شیاطین او را در هوا حمل کردند و به یک روز از کوه دماوند به بابل آمد و مردم برای دیدن این امر به شگفت شدند و این روز را عید گرفته و برای یادبود آن روز تاب می نشینند و تاب می خورند …»).

د کوروش او نورو هخامنشیانو په وخت کي دغه ورځ په ځانګړو مراسیمو لمانځل کېدل. د بیلګي په ډول په نوروز به نظامي خلګو ته ترفیع او انعامونه ورکول کیدل، بندیان به خوشي کېدل، حکومتي او شخصي کورونه به پاکېدل. ستر دارا (داریوش) دغه مراسم د جمشید په تخت کي لمانځل. د هخامنشانو په وخت کي نوروز د کب (حوت) د۲۱ مي څخه د غوایي (ثور) تر ۱۹ تاریخ پوري لمانځل کیدۍ چي دغه د وخت توپیر تر ۴۶۷ قمري پوري ادامه درلوده خو وروسته دغه جشن د ترکي پاچا (ملک شاه سلجوقی) لخوا د حمل میاشتي په لومړۍ ورځي پوري وتړل سو.

د اشکانیانو «پارتیانو» په وخت کي (۲۴۷ مخکي تر میلاد – ۲۲۴ میلادي پوري) هم نوروز لمانځل کیدۍ.

ساسانیانو ( ۲۲۴ – ۶۵۱ م) هم نوروز په بیلو ډولو لمانځۍ. ساسانیانو به د نوروز څخه تقریبآ یوه میاشت مخکي په مخصوصو ځایو کي ډول ډول حبوبات او غله جات (وریجي، غنم، اوربشي، نخود، لوبیا، اېږدن) وکرل او د حمل تر ۱۶ مي پوري چي به هر یوه ډیر بار کړی وو خلګو به په خپلو مځکو او پټیو کي هغه کرل، همداسي به خلګو په نوروز کي یو پر بل اوبه پاشلې. د ساسانیانو دریم پاچا «ائوهرمزد» په وخت کي به خلګو د نوروز په شپه اور بلاوه او خوښۍ به ئې کولي. اور په زردښتیانو کي پاک او مقدس شی دی چي نور شیان هم پاکوي ځکه نو زردښتیانو د اهورامزدا لپاره اور د سمبول په حیث کارولی دی، اغلبآ به د اورپرستۍ مفهوم په همدغه خاطر رامنځته سوی وي. خو د ساسانیانو د اتم پاچا «دوهم ائوهرمزد» په وخت کي بیا د پیسو ورکول رواج سول چي خلګو به په کورو کي یو او بل ته پیسې ورکولي.

د نوروز پښتني ریښه

نوروز کلمه د پهلوي ژبي د nōgrōz  څخه اخیستل سویده چي اصلآ د نوي ورځي په معنا ده. پهلوي ژبي د پارتي ژبي څخه اخیستې ده چي تلفظي شکل ئې nwklwc دی او پارتي ژبي له اویستایي ژبي څخه اخیستې ده.

دا چي د اویستا اصلي نسخه د (دریم دارا) او یونانیانو په جنګ کي سوځلې ده نو مؤرخین حدس وهي چي د نوروز اویستایي شکل به navaka raocah  وي، ځکه چي نوروز د ډېر پخوا څخه په اریایي حوزه کي د (ناوا سردا) په نامه چي د نوي کال معنا ورکوي لمانځل کیدۍ. په منځنۍ اسیا کي هم د سغدیانو او خوارزمشاهانو په وختو کي د (نا واسردا، نوسارد او نوسارچي) په نوم نمانځل کیدۍ چي د نوي کال معنا ورکوي. په افغانستان کي هم د نوي کال په نامه نمانځل کیږي. پهلوي او پارتي یوه ژبه او د پښتو ژبي پخوانۍ څانګه وه، صرف د پارتیانو او ساسانیانو په وخت کي ئې لهجه توپېر کوي. په پښتو کي اوس هم د نوګروز یا نوګروځ کلمه د (نوکریځي/ نوګریزي) په شکل سته چي خلګ په تېره بیا ښځي په نوي کال، جشنونو او اخترونو کي د ښایست په خاطر لاسونه او پښې په سرې کوي خو نارینه ئې په همدغه وخت (پسرلي) کي پر ښایست سربېره د صحت په خاطر هم استعمالوي او باور لري چي نوکریځي خونکي دي او د بدن ګرمي چي د ناروغیو سبب کیږي له وجوده باسي. غښتلی دلیل چي د نوروز پښتونواله ثابتوي دا دۍ چي په پښتو ژبه کي صفت تر اسم مخته راځي لکه: نوی کال، نوی کور، نوی کتاب… یعني نوروز فارسي یا دري کلمه نده. ځکه چی په فارسي او دري ژبو کي برعکس صفت تر اسم وروسته راځي لکه روز نو، سال نو، خانه نو… .

زما (لیکوال) د تازه پلټنو پر بنسټ پورته nōgrōz/ nwklwc کلمه د سومري ژبي څخه اویستایي ژبي ته پاته سوېده ځکه چي د نوروز د لمانځلو تر ټولو پخوانئ ځای د سومریانو ټاټوبی بلل سویدی. یعني د نوروز په هکله تر ټولو لرغونی او نسبتآ مستند روایت د سومریانو له ښکارهنګ (فرهنګ) څخه را پاته دی. د سومریانو پر پښتونولۍ به وروسته بانډارونه کوو خو د نوروز په هکله به په لنډ ډول ووایم چي سومریانو مخکي تر اریائیانو تقریبأ لس زره کاله وړاندي د اوسني عراق په اور او اوروک ښارونو کي تمدن درلود چي اور ښار د سومري رنسانس مرکز بلل سویدی. اور چي سچه پښتو کلمه ده زما (لیکوال) د پلټنو پر بنسټ په دوه دلیله دغه ښار ته منسوبه سوېده. یو دا چی دغه ښار ډېر ګرم او وچ ښار وو چي وروسته له همدې وجهي خلګ ځني وتلي دي. خو بل غښتلی دلیل ئې دا دۍ چي ابراهیم (ع) ته په همدغه ښار کي اور بل سو او ورواچول سو، څو وروسته دغه ښار په اور سره ونومول سو. د نوروز په هکله په سومري فلکلور کي یوه عامه اسطوره سته چي داسي حکایت کوي:

د سومریانو د وښو (ګیاهان) شهید سوی خدای (دموزی) نومېدۍ چي د کښت او کروندې سمبول وو. دموزي ته د مرکزي اسیا، غربي اسیا او شرقي مدیتراني ټولو قومونو (ایلامیانو،اورارتویانو، اساکو، لولوبیانو، کاسیانو… عقېده لرل او پدې باور ول چي دموزی به هر کال په ژمي مړ کېدۍ او په نوروز به بیرته ژوندئ کېدۍ. په ژمي چي به مړ سو نو خلګو به په لپو لپو ژړل، چي دغه د خلګو اوښکي په سومریانو کي د باران سمبول وو. ژړا (بارانونه) چي به ډېر سول نو دموزی به بیرته د یلدا په شپه راژوندی سو، خو څلوېښت شپې به پټ وو. نو کله چی به دموزی وروسته په نوروز کي را ښکاره سو خلګو به خوشحالۍ کولې او جشنونه ئې نیول. یعني دغه ورځ به ئې یوه خاصه ورځ بلل او په ځانګړو مراسمو ئې لمانځل.

دا چی دموزي به څلوېښت شپې ځان نه ښکاره کاوه دغه وخت (۴۰ شپې) په بیلو فولکلورو کي بېل بېل منعکس سویدی. لکه چیله/ څیله، څلوېښت شپې عزاداري (غم شریکي)، د څلوېښتو غوایانو قرباني کول، چیهل ځینې، چهیل ستون، چهیل دختران، څلوېښتي… یعني د یلدا شپه او څيله هم پښتني ښکارهنګ (فرهنګ) دی. لنډه دا چي د البېروني په شان نورو تاریخپوهانو هم د نوروز اصلي ټاټوبی بابل بللی دی. د سومریانو د وښو (ګیاهانو) خدای (دموزي) په اړه یو روایت دا دۍ چي دموزي پرستان یعني هغه خلګو چي د دموزي پرستیش ئې کاوه په دموزي ملقب سول. زما (لیکوال) په ګمان لکه یوناني هرودت چي د خپل کتاب (تاریخ) د ۷ جلد ۵۸ ،۶۶، ۶۷ مخونو کي د ماد پاچا (خشایارشا) په لښکرو کي ګنداهاریان، ساکاتوی، دادیکان او پکتویس پښتانه بللي دي همداسي به اوسنۍ شریفي قبیلې لکه مموزي، مندوزي… همدغه لرغوني پښتانه دموزي (سومریان) وي.

اوس مهمه دا چي نوروز په یوه ځانګړي قوم یا هیواد پوري اړه نلري بلکه دا نړۍ وال ښکارهنګ (کلتور) دی چي تقریبآ پر اسیا سربېره په اروپا او نوره نړۍ کي هم په لږ توپېر سره لمانځل کېړي. خو اهل تشیع ئې ځکه ډیر مقدس بولي چي د دوۍ په اند نوروز د امام زمان د ظهور ورځ ده. په ایران کي د سوري چهارشنبې مراسم د نوروز څخه یوه هفته مخکی اجرا کیږي، همداسي د الفه په نوم مراسمو کي خلګ ځي د مړو یاد کوي او په عین ډول شیریني، میوې او شنه ګیاه پر د سترخوان باندي ایږدي خو دا دواړه مراسم د نوروز سره کوم تاریخي اړیکي نلري.

نوروز د اسلام وروسته د امویانو او عباسیانو په وخت کي ندی لمانځل سوی. خو د طاهریانو څخه تر نن ورځي پوري بیله د طالبانو له واکمنیو څخه نوروز په شانداره ډول په افغانستان کي لمانځل کېدۍ.

سرچینې

  • تاریخ مختصر افغانستان. علامه حبیبي
  • ایران یا ارن. اوجالان ساولان.
  • تمدن د سومریانو څخه پیل کبږي. سامویل کرامر
  • سومریانو تمدن د لاسه ورکړ. پاول کولینس
  • از اسطوره تا تاریخ. ډاکتر مهرداد بهار
  • تاریخ طبري : محمد بن جریر طبري . ترجمه ابو علی بلعمی.
  • تاریخ هرودوت: هرودوت. ترجمه وحید مازندرانی. تهران: انتشارات فرهنگستان ادب و هنر ایران، ۱۳۵
  • گات‌ها، قدمی ‌ترین قسمتی از نامه مینوی اوستا: پور داود ابراهیم . تهران: انتشارات اساطیر، نامعلوم.
  • خراسان بزرگ مهد آیین زرتش: کابلی  مهدیزاده. چاپ اول. مشهد: نشر نوند، ۱۳۸۱ .
  • تاجیکان، تاریخ قدیم قرون وسطی و دورهٔ نوین: غفوروف باباجان.جلد اول و دوم. دوشنبه: سازمان چاپ و انتشارات وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۷۷.
  • دین‌های ایران باستان : نیبرگ، هنریک ساموئل.  ترجمهٔ سیف‌الدین نجم‌ آبادی. چاپ سوم. تهران. مرکز ایرانی مطالعهٔ فرهنگ‌ها، ۱۳۵۹.
  • نوروز در نشیب و فراز تاریخ: ادینه اسفند یار
  • نوروز در ازبکستان: اکرموف الهام
  • ویژه نامه نوروز

1 COMMENT

  1. ټولو افغانانو ته د نوی کال مبارکی وایم او نوی کال کښی د تاسو جوړتیا ، بریالتوب او خوشحالی دوعاګوی یم!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب