شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهشهباز شریف وايي، له ګاونډي هیواده سرچینه اخیستونکی تروریزم به ونه زغمي

شهباز شریف وايي، له ګاونډي هیواده سرچینه اخیستونکی تروریزم به ونه زغمي

تاند (چهارشنبه، د حمل لومړۍ) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن (چهارشنبې) وویل چې حکومت به یې هیڅ ډول هغه تروریزم ونه زغمي چې د پولو له پورې خوا څخه سرچینه اخلي. ده چې پر دیوړرند کرښه له وروستۍ شخړې وروسته د کابینې د یوې ځانګړې کمېټې غونډې ته خبرې کولې، زیاته کړه:«موږ په هیڅ شرایطو کې له پولې پورې خوا څخه هیڅ راز تروریزم نه شو زغملی.»

د پاکستان صدراعظم د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«له بده مرغه، تروریزم یو وار بیا سر راپورته کړی. حقیقت دا دی چې له دومره ډېرو قربانیو او زیاتو منابعو سره سره زموږ شهیدان او جنګیالي د تروریزم د محوه کولو لپاره خپل سرونه خطر ته ورکوي.»

شهباز شریف ادعا وکړه چې دوی له خپلو ګاونډیانو سره سوله ییزه فضا غواړي، له هغوی سره سوداګري او ښې اړیکې پراخوي، خو د ده په وینا «له بده مرغه» د ګاونډي هیواد خاوره د تروریزم لپاره کارول کېږي، چې دا د زغملو نه ده.

د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې چې ګنې ټي ټي پي او نورې ډلې د پاکستان پر ضد د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي. د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ پر خوست او پکتیکا د پاکستان د حملو په غبرګون کې وویل:

«پاکستان باید په‌خپله خاوره کې د پېښو د نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وا نه ‌چوي، ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کنټرول د پاکستان په اختیار کې نه ‌وي.»

خو شهباز شریف د پټکو ترڅنګ بې له دې چې د کوم هیواد نوم یاد کړي، وویل چې له ګاونډیو هیوادونو غواړي چې ورسره کښېني او په دې هدف چې د تروریستانو پناهځایونه به له منځه وړي، د تروریزم پر ضد پلان جوړ کړي. او هیله لري چې ګاونډی هیواد به په احتیاط د ده پر بلنه غور وکړي.

3 COMMENTS

  1. هغه دری کې یو متل دى چې وایې بګیریش که نه ګیرید. هغه هیواد چې د ترهګرو د زیږیدو، روزلو او تمویل ځاله دي له ترهګري سر ټکوي. اسامه بن لادین به یې هیر شوي وي چې چیرته ووژل سو.

  2. د تروریزم بنسټ یښودونکی کافرستان فرنګیستان. ای نړیوالو رڼډیو تاسي غپیږۍ مګر ستاسي اجل هم لکه د سیهونیستي یهودو راغلی. تف لعنت په تاسي د یهودو په اولاده 😡🐖🤮

  3. شهباز بچو لکه چې د منافقستان ، چټلستان د ورکېدو تاریخ ستاسو په دې پنځوس ، پنځوس حاکمیت کې ولیکل شو. مونږ افغانان خو هسې هم څه نه لرو، خو که ستاسو سغۍ ډېر بخار کوي ، تاسوهم راځئ . ان شا‌ءالله چې د لوی افغانستان د جوړېدو وخت رارسېدلی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب