پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او نړۍ څو لنډ خبرونه

د افغانستان او نړۍ څو لنډ خبرونه

(په دې برخه کې به نور خبرونه زیات شی)

د پاکستان د بلوچستان ایالت اعلی وزیر سرفراز بوګټي وایي، په ګوادر بندر کې پر حکومتي ودانیو اته واړه بریدکوونکي وژل شوي دي.

ښاغلي بوګټي پر ایکسپاڼه لیکلي چې دغو وسله والو نن د ګوادر بندر پر حکومتي ودانیو د برید هڅه کوله.

نوموړي په برید کې پاکستاني ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

——————

د بلوچستان د ازادۍ جبهه (بلوچ لیبرېشن فرنټ) وايي، په ګوادر کې یې پر استخباراتي ادارو برید کړی چې لا هم دوام لري.

دې جبهې په یوهخبرپاڼه کې ویلي:«په ګوادر کې د سمندري ځواک په کمپلیکس کې د پاکستان د آی ایس آی او ایم آی پر مرکزي دفترونو د بلوچستان د ازادۍ جبهې د محید لوا له لوري فدایانو برید نن مازدیګر درې نیمې بجې پیل شو او لا هم دوام لري.

د بلوچستان د ازادۍ جبهه وايي چې د جګړې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو پهاړه به وروسته معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

دا په وروستیو څو اوونیو کې د بلوچستان د ازادۍ جبهې دوهمه ستره حمله ده.

————–

د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې نن (چهارشنبه) مازدیګر څلور بجې وسله والو کسانو  د ګوادر بندر د پراختیايي ادارې پر ودلنۍ (ګوادر ډولپمنټ اتهارټي) برید کړی چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې دوام لری.

په ګوادر کې د مکران د سیمېد کمیشنر سعید عمراني تایید کړه چې نامعلوم شمېر وسله وال د ګوادر بندر د پراختیايي ادارې ودانۍ او شاوخوا برخو ته  داخل شوي او پر امنیتي سرتیرو برید کړی دی.

دا ودانۍ داسي ځای موقعیت لري چې شاوخوا یې ګڼې نورې دولتي ودانښ شته.

ځايي خبریالان وايي چې په ګوادر کي نه یوازي د سختو ډزو او نښتې غږونه اوري بلکې تر ۱۰ ډېرې چاودنې یې هم اورېدلي دي.

——————-

د ملګروملتو د یونسیف اداره وايي چې سږ کال طالبانو د متوسطې دورې تر ۳۳۰ زره د ډېرو نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

طالبانو په ۲۰۲۱ کې وویل چې تر بلې خبرتیا پورې دې لهشپږم ټولکي پورته نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

د یونسیف د معلوماتو پر اساس د هغو ټولو نجونو شمېر، چې له ۲۰۲۱ څخه تراوسه یې د زده کړو مخه نیول شوې،نژدې یو نیم میلون ته رسیږي.

په دې شمېر کې ۳۳۰ زره هغه نجونې دي چې په تېر تعلیمي کال کې له شپږم ټولکي وروسته په کور کې پاته شوې.

—————–

په مسکو کې د طالبانو له لوري ګومارل شوي کلتوري اتشې د افغانستان په سفارت کې کار پیل کړ.

په روسیه کې د افغانستان په سفارت کې طالب دیپلومات حافظ یاسر کندوزي وویل چې فضل هادي حمزه په مسکو کې د افغانستان د سفارت کلتوري اتشه ګومارل شوی او کار یې پیل کړی دی.

ده زیاته کړه چې ښاغلی حمزه به په روسیه کې د افغان محصلانو د ستونزو غم وخوري.

دا په داسي حال کې ده چې طالب چارواکو په وروستیو کې یو شمېر افغان محصلانو ته اجازه ورنه کړه چې د زده کړو د بشپړولو لپاره روسیې ته ولاړ شي.

—————–

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، چینايي شرکت به د افغانستان د امودریا د تېلو په حوزه کې د تېلو ۲۰ نور څاه ګان وکیندي.

چینايی شرکت، چې د امودریا د تېلو په حوزه کې یې پانګونه کړې، د ورځې اوس نژدې ۱۴۰۰ ټنه تېل استخراجوي.

د دغه شرکت له لوري د ۲۰ نورو څاه ګانو له کیندنې سره به د افغانستان د تېلو تولید نور هم ډېر شي.

شهاب الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې د چینايي شرکت له لوري د شلو څاه ګانو د کیندلو او د مس عینک د پروژې په اړه خبرې وکړې.

 ——————-

د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د پکتیا ولایت په دڼد و پټان ولسوالۍ کې هغه ځایونه ولیدل چې دوې ورځې وړاندې پکې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

د طالبانو د دفاع وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې ساحه کې اوس وضعیت ارام دی.

د کورمې او ډندوپټان ترمنځ پر ډیورند کرښه وروسته له دې نښته پیل شوه چې د طالبانو حکومت پر پکتیکا او خوست د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ په ځواب کې د پاکستاني پوستو د ویشتلو امر وکړ.

مالي خان چې د دفاعي ځواکونو مورچې کتلې، تیریګرو ته خبرداری ورکړ:«موږ د جګړې غوښتونکي نه یوو، خو که زموږ د خاورې په یوه کوچنۍ څنډه ډز وشي، زموږ تجربه کاره ځواکونه به لاس ته زنې کښېنني او فوراً به ځواب ورکړي.»

 ——————-

د نیویارک ټایمز ورخپاڼې د راپور له مخې، سعودي عربستان غواړي چې پر مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلجنس ۴۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

درو باوري سرچینو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د سعودي حکومت د څلوېښت میلیارد ډالري پانګې د راټولولو لپاره د یوه صندوق د جوړولو تابیا کړې ده.

د سعودي عربستان د عمومي پانګونې د صندوق استازو په وروستیو اوونیو کې له انډرسن هوروویټز او نورو امریکايي کمپنیو سره د پانګونې په اړه خبرې کړي دي.

——————-

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې اعلان وکړ چې نور پر اسراییل وسلې نه پلوري.

وروسته له دې چې د کاناډا پارلمان پر اسراییل د وسلو د نه پلورلو غیرالزامي پرېکړه تصویب کړه، د باندنیو چارو وزیرې میلی جولي (Mélanie Joly) د سې شنبې په ورځ له تورنتو سټار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:«دا خبره حقیقت لري، موږ نور پر اسراییل وسله نه پلورو.»

د کاناډا د پارلمان په پرېکړه کې، چې د ۱۱۷ مخالفو رایو په وړاندې په ۲۰۴ موافقو رایو تصویب شوه، د یوه فلسطیني هیواد د جوړېدا غوښتنه هم شوې ده.

د کاناډا حکومت په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه کړې او په غزه کې یې د انساني ناورین د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی.

————-

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې پرون (سې شنبې) خبرداری ورکړ چې تېر کال د نړۍ د هوا او اقلیمي بدلون په اړه ټول ریکارډونه مات شول او دا شرایط کېدای شي په سږني ۲۰۲۴ کال کې لا بدتره شي.

د ملګروملتو د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې په خپل کالني راپور کې ویلي د هوا د تودوښې اوسط تېر کال په ۱۷۴ کلونوکې تر ټولو لوړ حد ته ورسید یعني د صنعتي کېدو تر دورې مخکې وخت پرتله د سانتي ګراد ۱ اعشاریه ۴۵ درجې توده شوې ده.

—————–

د المپیک نړیوالې کمېټې اعلان وکړ چې په پاریس کې به د المپیک د پرانستونکو مراسمو په پرېډ یا رسم ګذشت کې د روسیې او بیلاروس لوبغاړي د ګډون اجازه ونه لری.

د پاریس د المپیک مراسم د جولای په ۲۶ مه ترسره کیږي.

د المپیک کمېټې پرون (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې همداراز وویل، د روسیې او بیلارس یوازې هغو لوبغاړو ته په المپیک سیالیو کې د ګډون اجازه ورکوي چې د «بې پرې» لوبغاړو په توګه تایید شوي وي. دا کمېټه زیاتوي، د روسیې او بیلاروس بې طرفه لوبغاړي د نندارچیانو په توګه د پرانستونکو مراسمو لوبغالي ته ننوتی شي.

—————-

امریکا خپلو افغان همکارانو ته د ایس ای وي د ١٢ زره نورو ویزو ورکړه تایید کړه.

 د ولسمشر بایډن ادارې او د امريکا په استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکو هوکړه کړې چې ١٢ زره نورو کسانو ته هم د اس اى وى د کډوالۍ ځانګړې ويزې ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب