جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهدوحه نن د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې کوربه دی

دوحه نن د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې کوربه دی

‏تاند (یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۳مه) دوحه نن یکشنبه د اسلامي همکاریو د سازمان د ناستې کوربه دی.

دا ناسته وروسته له هغې جوړیږي چې اسرائیلو پر قطر هوايي بریدونه وکړل او د هغه هېواد فضايي حریم یې مات کړ.

دې ناستې ته چې د اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون لري، د دې احتمال شته چې د اسرائیلو د تیریو خلاف یوه ګډه ستراتیژي تصویب کړي.

سبا دوشنبه د همدې ناستې په لړ کې د اسلامي هېوادونو د سازمان مشرانو ناسته هم جوړیږي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري ویلي، اوس وخت کې د عرب او اسلامي نړۍ مشرانو ناسته ځانګړی اهمیت لري، ځکه د ده په خبره د اسرائیلو برید په خلاف به قطر سره د عربي او اسلامي نړۍ پراخو اړیکو ته انعکاس ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې اسراییلو د قطر په دوحه کې د حماس د مشرانو یوه ناسته د هوایي برید هدف وګرځوه.

اسراییل تر برید وروسته وویل چې، د حماس لوړپوړي مشران یې وژلي خو تر څنګ یې ګواښ هم وکړ که ژوندي وي بیا به پرې برید وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب