Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد هرات ـ خواف د رېللار د څلورمې قطعې دویم فاز چارې...

د هرات ـ خواف د رېللار د څلورمې قطعې دویم فاز چارې پيل شوې

تاند ( یکشنبه د وږي –سنبلې ۲۳مه) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، په څه باندې ۵۴ میلیون ډالرو یې د هرات ـ خواف د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم فاز عملي چارې پیل کړې.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د يادې پروژې د پرانیستې مراسمو کې وویل، د دې برخې په بشپړېدو سره به د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ پروژه په بشپړه توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه هيواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر اهميت او پراختيا ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، د هرات ـ خواف لار په بشپړ ډول ګټې اخيستنې سره به افغانستان د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ په نښلونکې څلورلارې بدل شي.

د نوموړي په خبره، د يادې پروژې لګښتونه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري برابرېږي چې په بدل کې به يې د بامیان د یکاولنګ ولسوالي د جست او سرب له کان څخه استفاده وشي او چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

د هغه په وينا، ډېر ژر به د هرات – تورغونډۍ او هرات – سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ کارونه هم پیل شي.

د يادونې وړ ده چې د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ ټولټال ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او پاتې ۱۴۹کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې موقعیت لري.

د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ په بشپړېدو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد نرخونه هم راکم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...