تاند (یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۳مه) د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا IMF په پاکستان کې د وروستیو سختو زیانمنو سېلابونو لګښتونه او د دغه هېواد د راتلونکي ۲۰۲۶ کال د بودیجې انعطاف څېړي.
د IMF د پاکستان استازي، ماهر بینيچي، وایي دا ماموریت به و ارزوي چې د ۲۰۲۶ مالي کال بودیجه او بېړنۍ مادې تر کومه بریده د سېلابونو له امله رامنځته شویو اړتیاوو پوره کولو وړتیا لري.
د جون میاشتې را وروسته پاکستان کې بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۹۷۲ کسان وژلي.
په دې موده کې زرګونه کورونه، کرنیز ځمکې او څاروي له منځه تللي او سېلابونه اوس د پنجاب تر څنګ سند ته هم رسېدلي، چې د خوړو بیې لوړوي او د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتوي.
د IMF هدف دا دی چې وګوري د پاکستان بودیجوي جوړښت څومره انعطاف لري او ایا د مالي پالیسیو په مرسته د خلکو ژوند ژغورل، بیارغونه او اقتصادي ثبات خوندي کیدای شي که نه.
کارپوهان اټکل کوي چې د کرنیزو زیانونو له امله سږکال د پاکستان اقتصادي وده تر ۰.۲ سلنې راکمېدای شي. که څه هم د بیا رغونې پروژې به یوازې د اوښتي زیان یوه برخه جبران کړي.
د می په غونډه کې د IMF بورډ پاکستان ته د ۱.۴ میلیارده ډالرو تازه قرض منظور کړی و، چې د اقلیم د بدلون او طبیعي ناورینونو پر وړاندې د هېواد اقتصادي وړتیا پیاوړې کړي.