شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل د پاکستان په خلاف د افغان خاورې کارولو ادعا بې بنسټه...

کابل د پاکستان په خلاف د افغان خاورې کارولو ادعا بې بنسټه وبلله

تاند (یکشنبه د عقرب ۲۵) د افغانستان حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګوندې افغان خاوره دې د دوی په خلاف کارول شوي وي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان خاوره د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد نه ده کارول شوې او نه به چاته ددې اجازه ورکړي چې دا خاورې د نورو پر ضد وکاروي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو با صلاحیته نړیوال پلاوی دې وګومارل شي څو په افغانستان کې ترسره شوي ترهګریز فعالیتونه او د پاکستان د دا ډول ادعاوو په اړه څېړنه وکړي.

دغه وزارت وايي افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې دی او افغانانو په دې برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

په اعلامیه کې د پاکستاني چارواکو هغه خبرې چې ګواکې د ننګرهار ولایت یو تن قومي مشر ملک فریدون خان مومند د پېښور د کرنې په پوهنتون ترهګریز برید کې لاس درلود، بې بنسټه بللي او په کلکه یې رد کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په داسې حال کې چې دوی کابل ته د عمران خان د راتګ لپاره  تیاری نیسي، او هیله یې لرله چې په دوه اړخیزو همکاریو او د علاقي او بحث وړ مسایل به خبرې کېږي، خو بر عکس د افغان حکومت خلاف دا ډول بې بنسټه ادعاوې کېږي چې هېڅ حقیقت نه لري.

د پاکستان د پوځ ویاند تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي هم حضور درلود، ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف کارول کېږي.

د هغه په وینا هند په پاکستان کې له ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او هندي استخبارات له هند او افغانستان سره په ګډه په پاکستان کې فعالیتونه ترسره کوي.

ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم عمران خان راتلونکې پنجشنبه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا کابل ته راشي.

د راپورونو له مخې عمران خان به له ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغان سولې پروسې او په دې برخه کې د پاکستان پر رول او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

3 COMMENTS

  1. مننه، ښاغلی ځلاند. تر مخکینیو مو دا وروستی خبر، په نسبتاَ ښایسته پښتون نثر کښلی دی. لا زیات بري درته غواړم.

  2. په ډېرې بخښنې سره ؛تاسو په خپله ليکنه کې هم غلطي کړې ده؛هغه داچې پښتون نثر موليکلی دی ؛ښه دا وه چه پښتو نثر مو ليکلی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب