یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهنبیل: په فساد د اخته ۱۸۰ کسانو دوسیې مې ولسمشر ته سپارلي،...

نبیل: په فساد د اخته ۱۸۰ کسانو دوسیې مې ولسمشر ته سپارلي، خو په لوړ موقف کې دي

تاند (یکشنبه د عقرب ۲۵) د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وايي، د پخواني حکومت ځینې په فساد او اختلاس ککړ چارواکي لا هم د ولسمشر اشرف غني د دربار نېږدې کسان دي.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي په ۲۰۱۴ م کال کې مې د ملي یووالي د حکومت تر جوړېدو وروسته د مخکنیو حکومتي چارواکو د لوی اختلاس او فساد ۱۸۰ دوسیې ولسمشر غني ته سپارلې وې.

خو په خبره د دغه دوسیو تر سپارلو وروسته همدا کسان په لوړو پوستونو وګمارل شول، چې ځینې یې لا هم د دربار نېږدې کسان دي.

د رحمت الله نبیل د ټویټ متن: « په ۲۰۱۴ م کال کې د ملي یو والي حکومت له جوړوېدو وروسته مې مخکني حکومت د چارواکو د لویو اختلاسونو او فساد ۱۸۰ دوسیې ډاکتر اشرف غني ته وسپارلې، له څه وخت وروسته همدغه دوسیه لرونکي کسان په لوړو پوسټونو مقرر شول، چې ځینې د هغو لا هم د دربار مقربین دي.»

رحمت الله نبیل دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار هم په افغانستان کې له فساد سره پر مبارزې نیوکې کړې دي.

سیګار څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت کړې مبارزې بې ګټې او نمایشي وبلله.

په راپور کې راغلي، د افغانستان حکومت د فساد پر وړاندې ځينې کارونه کړي، خو په اصل کې د حکومت له لوري د فساد پر وړاندې روانه مبارزه نمایشي، بې ګټې او د مقررو او غونډو تر جوړولو محدوده ده.

سیګار ویلی، ددې پر ځای چې افغان حکومت په فساد تورن کسان ونیسي او زنداني یې کړي، خوشې کړي او په ازاده توګه ژوند کوي.

په راپور کې زیاته شوې، په افغان حکومت کې فساد سیستماتیک دی خو د ختمولو لپاره یې د حکومت اراده کمزورې ښکاري.

1 COMMENT

  1. دا هو واضحه کوی چه ولس مشر هسی ځان سپینه کوتره ښی۰
    داکسان باید عدلی ارګانو ته معرفی شوی وایی۰
    لازم هو دا وو چه ښاغلی نبیل چه یو وطن دوست انسان دی باید په دولت ګښی
    په لوړ مهم پوست مقرر شوی وایی۰ مګر که مفسدین یا د پردیو د استخباراتو نماییندګان
    په لوړ پوستو کښی مقرر وی نو دولت ته فاسد حکومت ویل کیږی۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب