Homeخبرونهد پښتون ژغورنې غورځنګ نن د یوې سترې غونډې تابیا نيولې

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د یوې سترې غونډې تابیا نيولې

تاند ( یک شنبه، دعقرب ۲۵) له کورونايي بنديزونو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د یوې سترې غونډې تابیا نیولې ده.

دا غونډه د شمالي وزیرستان په ميرانشا سیمه کې کیږي چې، زرګونه پښتانه به یې ګډونوال وي.

ویل کېږي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره پښتانه سیاستوال او د غورځنګ مشران او پلویان تیره شپه رسېدلي او ټاکل شوې نن یو ځل بیا د پاکستان ریاست د ظلمونو پر وړاندې غږ پورته کړي.

د غونډې تنظيموونکي وایي: د دې سترې غونډې لپاره له تېرو پنځلس ورځو راهیسې خیبر پښتونخوا کې کمپاینونه روان و او خلک پکې پراخ ګډون ته هڅول شوي دي.

په دې غونډه کې به د پښتون مظلومیت او حقونو لاس ته راوړلو باندې خبرې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له کلونو راهيسې په پاکستان کې د پښتنو په ملاتړ او پر دوی د ریاست د ظلمونو خلاف غږ پورته کوي.

پاکستاني حکومت هم هڅه کړې څو د دې غونډې مخه ونيسي خو ویل کېږي بریالی شوی نه دی.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    اول خو خپلو لر او بر پښتنو اوغانانو وروڼو ملګرو ته د میرانشا /وزیرستان دا پرلت، غوڼډه او لاریون په تنظیمولو ځوان مشر ډ.منطور پشتین صاحب، او مخکښو غړو علي وزیر ، محسن داوړ، افراسیاب خټک … او ټولو شعوب او قبایلو (لوی پشتون افغان ولس) ته مبارکي وایم، او له نجیبه تر نقیبه او له لواڼي تر عارف وزیر او نورو شهیدانو ته د رحمت دعا غوښتلو دا ویم چې :
    که د پنجابي ریاست او ادارې په ژیره خلی نه وي ، دوی او نړیوال انګریز، امریکه ا.د.ن. په شا ډبوونکي ېې ولې له دې غوڼډو له خپرولو ډاریګي؟ ځکه چې دوی(پنجاب اداره او ګوډاګیان ) ېې په لر او بر کې په کروړ انسانان خا ص ډول پښتانه وژلي، ژوندي غیب کړي ، کورونه ېې ورته وران کړي او هم ېې مړه کړي هم يې پړهء کړي ؛
    که نه ، د عدم تشډد کړنلارې هندوستان ، سهیلي افریقا ، الجزایر او حتی امریکن تورپوستکو ته له ظلم، بربریت ، استثمار او استعمار څخه نجات ورکړی ؛ د ارواښاد باچا خان فخر افغان خدايي خدمتګارانو اسلامي ، انساني او پښتونولي عدم تشډد هم تر یو حده نتیجه ورکړې وه مګر ځینو جاهطلبانو، د پوڼډوڼو او چوکیو نوکرانو لیونیانو د خپل قام پر ضد دتوراو سپین او ژیړ او سور کافر چوپړونه وکړل او د بابړې، قصه خوانۍ ، چارسدې او اوس د خړ کمر، چمن ، هلمند ، کندهار ، ڼنګرهار، کنړ ا.د.ن. لر او بر لوی وطن کي يي قتل عامونه وکړل ، پر کوڼډو رڼډو یتیمانو ېې تجارتونه او قاچاق وکړل : او دا ټولې نړۍ ورته کتل مګر پر حقیقت ېې څوک نه خبرول ، لکه د پي.ټي. ایم په شعارونو کې ويل کیدل او کېږي:( پنجاب ایز کیلینګ ؛ ده ووړلډ ایز واچینګ!)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...