جمعه, دسمبر 19, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبرېتانيا کې پر تېلو چلېدونکي موټرو بندیز لګول کېږي

برېتانيا کې پر تېلو چلېدونکي موټرو بندیز لګول کېږي

تاند (یک شنبه، دعقرب ۲۵) په برېتانیا کې رسما پر هغو موټرو چې پر تېلو چلېږي بندیز لګول کېږي.

د ياد هېواد لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي چې له دې وروسته به په تېلو چلېدونکي موټرې برېتانیا ته نه وارېدېږي.

جانسون زیاته کړې تر ۲۰۳۰ز کال وروسته به ټول هغه موټرې له برېتانیا ټولېږي چې په تېلو چلېږي.

د نوموړي په خبره د دې پر ځای د برېتانیا حکومت پرېکړه کړې چې برېښنایي موټرونه وکاروي او په راتلونکې کې د دغه ټکنالوژۍ په لا پراختیا کې پرهڅو او پرمختګونو ټینګار کوي.

په پرمختللې نړۍ کې په دې وروستیو کې هڅه کېږي چې، دهوا د ککړتيا مخنيوی وشي او هغه وسايط چې هوا ککړوي له منځه يوړل شي.

بل لورته د برېتانیا اوسېدونکي هم د حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي.

دوی وایي خوښ دي چې د پرمختګ پر لور ګامونه اخلي او پرمختللې نړۍ کې سیالي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...