شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد پيسونړیوال صندوق:  بېوزلي او بېکاري لاهم په افغانستان کې ستره ستونزه...

د پيسونړیوال صندوق:  بېوزلي او بېکاري لاهم په افغانستان کې ستره ستونزه ده

تاند( یک شنبه، دعقرب ۲۵) د پیسو نړیوال صندوق په یوه تازه راپور کې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت ارزولی دی او د راتلونکې په اړه یې وړاندوینه کړې ده.

په راپورکې ویل شوي چې په افغانستان کې جګړې او روان تاوتریخوالی د اقتصادي ځوړتیا تر ټولو ستر لامل دی.

سرچینه کاږي چې بېوزلي او بېکاري لا هم د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره تر ټولو ستر خنډ دی.

د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه کوي: « که وضعیت همداسې دوام کوي نو په راتلونکې کې به په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړېږي او همدا راز د دغه هېواد په صادراتو کې به هم لوړه سلنه کموالی راشي.»

د پيسو نړیوال صندوق داسې مهال دغه راپور خپروي چې ولسمشر غني د افغانستان د اقتصادي ودې ژمنه کړې وه او له شپږو کلونو راهیسې د سترو اقتصادي پلانونو د عملي کولو خبره کوي، خو نړیوال راپورونه بیا د افغان حکومت د ژمنو او څرګندونو پر خلاف دي او دلته د اقتصادي ځوړتیا خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب