شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: نیول شوي ترهګر دې د قرباني شویو کورنیو پر وړاندې...

امرالله صالح: نیول شوي ترهګر دې د قرباني شویو کورنیو پر وړاندې علني محاکمه شي

تاند (یکشنبه د عقرب ۲۵) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د افغانستان له قضایه قوې هیله لري چې له دې وروسته نیول شوي ترهګر علني محاکمه کړي.

ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن یکشنبه د شپږ نیمو بجو په امنیتي ناسته کې کړي دي.

نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د شپږنیمو بجو د جلسې او د افغانستان د ټول ملت د احساساتو په استازیتوب د افغانستان له قضایه قوې هیله لري چې نیول شوي ترهګر دې علني محاکمه کړي.

د هغه په خبره، د محکمې په جریان کې باید د شهیدانو او قرباني شویو کسانو کورنۍ هم د شاهد په توګه وروغواړي.

صالح په کابل کې د جنايي پېښو او د مجرمینو په اړه وايي، د ۳۶۰۰ پېژندل شویو مجرمینو څخه یوازې ۷۰۰ تنه تر اوسه نیول شوي او پاتې نور یې یا پټ او یا يې هم په تېښته بریالي شوي دي، خو زیاتوي چې دغه کسان تېروتي دي او د تېښتې لاره نه لري.

هغه مجرمینو ته خبرداری ورکړی چې یا تسلیم شي، توبه وباسي او په خپل کار پېښمانه شي، که نه د زندان د میلو شاه ته به ولوېږي.

د امرالله صالح په خبره مجرمین دې داسې فکر نه کوي چې د کابل امنیتي ټیم له ولایتونو سره همغږي نه لري؛ بلکې دوی په ولایتونو کې له چارواکو سره همغږي دي او هلته هم د مجرمینو د عکسونو خپرولو لړۍ د رسېدو په حال کې ده.

د کابل ښاریان وايي په کابل کې د پخوا په پرتله په نسبي توګه غلا او جنايي پېښو کې کموالی راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب