شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان وایي؛ هند یې پر وړاندې افغان خاوره کاروي

پاکستان وایي؛ هند یې پر وړاندې افغان خاوره کاروي

تاند ( یک شنبه، د عقرب ۲۵) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې، هند په پاکستان کې له ګڼو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په خبره یې هندي استخبارات له هند او افغانستان په پاکستان کې فعالیتونه ترسره کوي.

پاکستان وایي دوی اړ دي چې له خپلو خلکو دفاع وکړي نو له همدې امله یې د هندي استخباراتو د فعالیتونو پر ضد اقدامات کړي دي.

په ورته وخت افغان نظامي او سیاسي چارواکو تل ویلي چې افغانستان د هند او پاکستان د نیابتي جګړې په ډګر اوښتی دی.

اخوا هند هم ادعا کړې چې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ د دوی په زیان دی خو بل پلو پاکستان هم ادعا کوي چې هند افغان خاوره د دوی پر وړاندې کاروي.

تر دې وړاندې په ځلونو پاکستاني چارواکو ویلي چې په افغانستان کې امن د کشمیر له مسئلې سره تړلی دی او که دغه مسئله حل شي نو په افغانستان کې به امن راشي.

افغان شنونکي بیا د افغان خاورې پر وړاندې دپاکستان دا ادعا بې اساسه بولي.

دوی وایي پاکستان په دې سره هڅه کوي د ترهګرۍ له ملاتړ نه نړیوالو ته ځان سپین ثابت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب