چهارشنبه, دسمبر 17, 2025
Homeخبرونهامريکایي نظاميان: له افغانستان څخه په بېړه د سرتېرو ويستل جګړه نه...

امريکایي نظاميان: له افغانستان څخه په بېړه د سرتېرو ويستل جګړه نه شي ختمولی

تاند (یک شنبه، دعقرب ۲۵)  امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ له هغو امریکایې نظامیانو سره خبرې کړې چې په افغان جګړه کې یې ماموریت ترسره کړی دی.

دوی ویلي چې د امریکا حکومت باید بې پروایي و نه کړي او په بېړې سره د سرتېرو په ایستلو افغان جګړه پای ته نه رسېږي.

دوی وایي دمګړی د افغانستان شرایط حساس دي او په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا ده.

د دې تر څنګ سرچینې زیاته کړې چې د مخالفتونو ترڅنګ په پوځ کې لوړه سلنه جنرالان داسې هم دي چې د ټرمپ له پرېکړې ملاتړ کوي.

سرچینه وایي له همدې امله ټرمپ ښايي له افغانستان سرتېري وباسي ځکه په دې برخه کې دی یوازې نه دی.

په ورته مهال د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر مېلرهم د ولسمشر ټرمپ له لوري تر ګومارل کېدو وروسته خپلو پوځیانو ته په لومړني پیغام کې ویلي «هغه وخت راغلی چې کور (هیواد) ته راشئ.»

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%86%d9%88%db%8c-%d8%b3%d8%b1%d9%be%d8%b1%d8%b3%d8%aa-%d8%af%d9%81%d8%a7%d8%b9-%d9%88%d8%b2%db%8c%d8%b1-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d9%84%d9%87-%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...