دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهپه چین کې د برېښنا د تولید یوه نوې طریقه اختراع شوه

په چین کې د برېښنا د تولید یوه نوې طریقه اختراع شوه

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۴ مه) چین د انرژۍ د تولید لپاره یو نوی او پرمختللی مېتود ایجاد کړی چې د چاپیریال د ککړتیا له مخنیوي سره هم مرسته کوي.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د ګانسو ولایت په یوه ښار کې د لمر د وړانګو او مالګې په مرسته د برېښنا د تولید بریالی ازمیښت ترسره شوی دی.

په دې عصري سیستم کې ۱۲ زره هندارې د لمر وړانګې یوه مرکزي برج ته متمرکزې شوي، چې مالګه د سانتي ګراد تر ۵۶۵ درجو پورې تودوي.

دا لوړه تودوخه د بخار توربینونو د چلولو لپاره کارول کېږي، چې له هغې څخه برېښنا تولیدېږي. د چین دا سیستم شاوخوا ۸۰ زره کورونو ته د برېښنا د برابرولو وړتیا لري.

دا پروژه نه یوازې چاپېریال ته زیان نه رسوي، بلکې د انرژۍ د تولید لپاره نسبتاً اسانه او ارزانه طریقه ده.

دا پروژه د لمریزې انرژۍ له تر ټولو پرمختللو پروژو څخه شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...