دوشنبه, مې 20, 2024
Home+هغه موزیم چې ۲۶۵ کاله پخوا جوړ شوی

هغه موزیم چې ۲۶۵ کاله پخوا جوړ شوی

تاند- له نن څخه ۲۶۵ کاله پخوا د ۱۷۵۳ کال د جنورۍ په دې ورځ (۱۴ مه) د بریتانیا موزیم (بریټش موزیم) د عامو خلکو لپاره پرانیستل شو.

بریټش موزیم، چې د لندن په کرېټ راسل واټ کې دی، د نړۍ یو له څلورو سترو او مهمو موزیمونو څخه دی او هر کال تر ۶ میلیونه ډیر خلک یې لیدو ته ورځي.

په ۲۰۲۲ کال د کرونا د خپریدو په اوج کې دا موزیم د ۲۰۸ ورځو په مخه بند و او له دې کبله یې په دغه کال د لیدونکو شمېر ۱۶۰ زرو ته کم شو.

په دغه موزیم کې د افغانستان په شمول د نړۍ د ډیرو هیوادونو، قومونو او ملتونو لرغوني اثار ساتل کېږي. که وغواړو چې یوازې د دغه موزیم د مصر اثارو سرسري وګورو ښايي څو ورځو ته اړتیا وي.

په دغو اثارو کې مومیايي جسدونه، مجسمې، ډبرلیکونه، خطي نسخې او ګڼ نور اثار شامل دي چې ګڼ یې بریتانیا د نړۍ د بیلابیلو برخو د استعمار په مهال لوټ کړي او په دې موزیم کې یې راټول کړي دي.

دا ستر موزیم ستره او ښکلې ودانۍ لري خو د لیدو لپاره یې ټکټ نه شته یوازې په ځینو ځانګړو مناسبتونو کې چې نندارتونونه هلته جوړیږي، لیدونکو ته د موزیم ننداره وړیا نه وي.

دا موزیم چې د بریانیا د پارلمان د ۱۹۵۳ کال د پرېکړې پر اساس تاسیس شوی، لومړنی بنیادونه یې د بریتانیا د آیرلنډي ډاکتر او طبیعت پېژاند سرهانس سلون (Sir Hans Sloane) د وصیت له مخې کېښودل شول.

د بریټش موزیم د مطالعې سالون

ده راټول کړي اثار، چې ارزښت یې ۲۰ زره پونډو ته رسیدو، پاچا دوهم جورج او خپل ملت ته په میراث پرېښودل.

هماغه مهال سلون نژدې ۷۱ زره اثره راټول کړي وو. په دغو اثارو کې نژدې ۴۰ زره چاپ شوي کتابونه، ۷ زره خطي نسخې، ۳۳۷ ډوله وچ شوي بوټي او پخواني انځورونه وو.

د دغه موزیم مهمې برخې دا دي:

سکې او نښانونه

انځورونه، حکاکي شوي اثار او عکسونه

لرغونی مصر

لرغونی سوډان

لوېدیځه اسیا

لرغونی یونان

لرغونی روم

منځنۍ پیړۍ او ورپسې دورې

اسلامي هنرونه

د ختیځ لرغوني اثار

تر تاریخ مخکې اثار

د قوم پېژندنې اثار

د لیوناردو داوینچي اثار (انځورونه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب