Homeخبرونهچارواکي: پکتیکا کې مو د زعفرانو د لا پراختیا هڅې پیل کړې

چارواکي: پکتیکا کې مو د زعفرانو د لا پراختیا هڅې پیل کړې

تاند(شنبه، د جوزا ۸) د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږ کال به په دغه ولایت کې د زعفرانو ۱۰ ننداریزې کروندې جوړې شي.

د چارواکو په خبره، چې دا پلان یې د زعفرانو د لا پراختیا په خاطر نیولی دی.

د یاد ولایت چارواکو زیاته کړې، د زعفرانو د کښت، ګل ټولونې، اقتصادي ارزښت او پراختیا په خاطر یې دا هڅې د مرکز ښرنې، سروبي، جانیخېل، یوسف‌خېل، او خیرکوټ ولسوالیو کې د زعفرانو ننداریزو کروندو په جوړولو سره پیل کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، چې د زعفرانو دا لس ننداریزې کروندې به د پکتیکا د مرکز په ګډون په ځینو ولسواليو کې جوړې شي.

د رستمي په وینا، په پام کې ده چې وزارت په دغه ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو محصولاتو تر څنګ د زعفرانو کرکیله هم پراخه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...