جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزارت: هېواد کې ۴۰۲ ډاکټران او نرسان په کورونا اخته...

د روغتیا وزارت: هېواد کې ۴۰۲ ډاکټران او نرسان په کورونا اخته دي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۲۴مه: د عامې روغتیا وزارت وایي، تر دا مهاله د افغانستان په کچه ۴۰۲ روغتیايي کارمندان په کورونا اخته شوي دي.

 ددغه وزارت مرستیال وحید مجروح په یوه خبري ناسته کې وویل، په دې شمېر ډاکټران، نرسان او روغتیايي فعالان په اتو ولایتونو کې کورونا نیولي دي او دا شمېر لا په زیاتېدو دی.

نوموړی وايي، وزارت هڅه کوي چې په کورونا د ډاکټرانو د اخته کېدو مخنیوي تدابیر سخت کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه ګڼ ډاکټران د کورونا له کبله په افغانستان کې مړه شوي دی چې شمېر یې نږدې شلو ته رسېږي.

دمګړۍ په هیواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۵۲۲۶ ته رسېدلي او د مړو شمېر یې ۱۳۲ ته ورسېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب